په جونيئر هاكي نړيوال كپ كښې به ﴿نن﴾ نور پنځه مېچونه كېږي

لكنھؤ 11 دسمبر (اے پي پي) په جونيئر هاكي نړيوال كپ كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ نور پنځه مېچونه كېږي۔ دا نړيوال كپ د هند په لكھنؤ ښار كښې روان دے۔ وړومبې مېچ به د آسټراليا او آسټريا درمېنځه كېږي۔ دويمه لوبه به د كوريا او ارجنټائن د لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ په دريم مېچ كښې به د هالېنډ او مصر لوبډلې يوې بلې ته مخامخ كېږي۔ څلورم مېچ به د مالېزيا او د بېلجيئم لوبډلو او پنځم مېچ به د هند او سوئيلي افريقې د لوبډلو ترمېنځه كېږي۔