اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي داخله وزارت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئېلي دي دا مهال قامي سلامتيا په خارجه وزارت٬ دفاع او د داخله په دريو محاذنو مشتمل ده ۔د داخله اېډېشنل سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د سعودي عرب څخه د سزا شوو بنديوانو راوستو لوظ نامه لېكلې شوې٬د چينائي وګړو امنيت لپاره په 4502 …
قامي سلامتيا په خارجه وزارت٬ دفاع او د داخله په دريو محاذنو مشتمله ده ۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي داخله وزارت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئېلي دي دا مهال قامي سلامتيا په خارجه وزارت٬ دفاع او د داخله په دريو محاذنو مشتمل ده ۔د داخله اېډېشنل سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د سعودي عرب څخه د سزا شوو بنديوانو راوستو لوظ نامه لېكلې شوې٬د چينائي وګړو امنيت لپاره په 4502 كسانو مشتمل سول آرمډ فورس 6 ډلې جوړې كړې شوې۔ د كورنيو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن خرم شهزاد په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې په لائن آف كنټرول د هند جارحيت له امله د شهيدو شوو پاك پوځ ځوانانو لپاره فاتحه خواني وشوه۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي كمېټۍ ته ووئيل داخله وزارت او د دې ذيلي ادارې به كمېټۍ سره معاونت كوي۔مونږ به پارليمان او د پارليماني غړي نه انډر مائن كوو۔داخله ايډېشنل سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل زمونږ وژن دے چې د ټولو پاكستانيانو وګړو ځان او مال محفوظ وي٬د داخله وزارت په هدايت د نشه اي توكو مخ نيوي٬د تجاوزات خاتمې پشمول ګڼ شمېر كمپائن چلولې شوي۔دوهم سېكتر ووئيل د وزيراعظم د ګيلو په پورټل تراوسه 36 زره 505 ګيلې راغلې يپه دې كښې 31 زره 351 ګيلې حل كړی شوي۔د كمېټۍ غړي شيراكبر ووئيل د بونير د خلقو دارومدار د كوكنارو كرل څخه ؤ ٬حكومت هغه ختم كړي ٬ خو په بدل كښئې څه روزګار نه دې وركړی٬حكومت دې په سول آرمډ فورسز كښې د بونير لپاره جلا ونګ كقرر كړي په كوم چې داخله سېكتر ځواب وركړو چې مونږ به دا معامله وګورو۔د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د پوليس فاؤنډېشن هاؤسنګ سوسائټۍ حالات ډېر خراب دي٬هغه به په ايجنډا راوستلې شي










