اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاکستان د منطقې سوكالۍ له د سارك مقصدونه په ترلاسه كولو باور لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم د سارك 31مې سالګرې او 32م سارك چارټر ډے په موقع په خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل چې په دې موقع زه د سارك له مخې د شريكو مقصدونو ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو …
پاکستان د منطقې سوكالۍ له د سارك مقصدونه په ترلاسه كولو باور لري۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د سارك 31مې سالګرې او 32م سارك چارټر ډے په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاکستان د منطقې سوكالۍ له د سارك مقصدونه په ترلاسه كولو باور لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم د سارك 31مې سالګرې او 32م سارك چارټر ډے په موقع په خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل چې په دې موقع زه د سارك له مخې د شريكو مقصدونو ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو او د سارك مقصدونه ترلاسه كولو له د پاكستان د عزم پخلي كوم۔ پاكستان د سارك باني غړي په حېث د سارك په قراردادونو په اصولي توګه كار كوي او د دې جذبې له مخې پاكستان د 19م سارك مشرانو كنفرنس كوربتوب له چمتو دے خو د كنفرنس التواء څخه سيمه ايزه مرسته او د پرمختګ او سوكالۍ د امكاناتو پحقله اولس يو ځل بيا محروم شوې۔ وزيراعظم د سارك 31مې سالګرې او د سارك چارټر ډے د 32مې سالګرې په موقع د غړو هېوادونو اولس ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل نننۍ ورځ مونږ د دې جذبې څرګندونې سره لمانځو چې د كومې باور چې اولس زمونږ په مشرانو كړې او د سارك چارټر ئې سر ته رسولو له كار كړې چې په نتيجه كښې ئې سارك جوړ شو۔ وزیراعظم ووئيل چې د نن به درې لسيزې وړاندې زمونږ مشرانو شريك سيمه ايزو هلو ځلو له د عزم څرګندونه كړې وه چې د خپل اولس د ژوند معيار ښه كولو له دې هڅې ګړندۍ كړې شي خو وزيراعظم په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د سارك مقصدونو ترلاسه كولو له ھغه كاميابۍ نه دي ترلاسه شوې د كومو چې تصور شوې ٶ او د خپل اولس د پرمختګ او سوكالۍ مقصد له چې كوم لوظونه شوي وو ھغه نه دي ترسره شوي۔ وزیراعظم د سوئيلي اسياء د اولس امن ٬ خوشحالۍ او همغږۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه









