پاکستان د اېشين څلورم ون يونټ او پنځم سكس رېډ سنوكر چېمپئن شپ له د 4 كسيزه قامي لوبډلې اعلان وكړو

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د پاکستان بلیئرډ اېنډ سنوکر اېسوسي اېشن (پي بي اېس اے) په يو اے اي كښې د شېډول اېشين څلورم ون يونټ او پنځم سكس رېډ سنوكر چېمپئن شپ له د 4 كسيزه قامي لوبډلې اعلان كړې دې چې پكښې به محمد آصف٬ محمد بلا ٬ بابر مسيح او اسجد اقبال د پاكستان نمائندګي كوي۔دا جام به په ابوظهبي كښې د 18م مئي نه تر 26 مئي لوبولې شي۔ د جام تيارو په لړ كښې د قامي كېوېسټس د تربيې كمېپ به د لسم نه تر 16م مئي كراچۍ كښې لګي