وزیر اعظم محمد نواز شریف ددیامر بھاشا ډېم فنانسنګ پلان اصولي منظوري وركړه

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف د خود انحصارۍ په بنياد د ديامر بھاشا بند فنانسنګ پلان اصولی منظوری وركړې۔ دا منصوبه د اوبو او برېښنا سېكتر د ګل په ورځ وزيراعظم ته وړاندې كړه په كومه كښې چې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام پي اېس ډي پي ترمخه بېل كړی شوې رقوم او واپډا څخه ترلاسه كېدونكې وسائل د دې منصوبې بند برخې …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف د خود انحصارۍ په بنياد د ديامر بھاشا بند فنانسنګ پلان اصولی منظوری وركړې۔ دا منصوبه د اوبو او برېښنا سېكتر د ګل په ورځ وزيراعظم ته وړاندې كړه په كومه كښې چې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام پي اېس ډي پي ترمخه بېل كړی شوې رقوم او واپډا څخه ترلاسه كېدونكې وسائل د دې منصوبې بند برخې لپاره د سرمايې په توګه د كارولو وړاندېز وركړې شوې۔برېښنا پیداوار برخې لپاره به د پاتې سرمايې انتظام د اوبو او برېښنا وزارت د لارې د خپلو موجوده منصوبو د ليزينګ د لارې په تجارتي بنيادونو كولې شي۔وزيراعظم د اوبو او برېښنا سېكتر او د منصوبه بندۍ سېكتر او د خزانې سېكتر ته هدايت وكړو چې دې مالياتي وړاندېز ته حتمي شكل زر وركړي۔ده د اوبو او برېښنا سېكتر ته دا هم هدايت وكړو چې د كال 2017 ختمېدو څخه وړاندې دې په بند فزيكل ورك پېل كولو له تيارۍ پېل كړې شي۔ وزيراعظم د دې ستائنه وكړه چې بند لپاره د زمكو ترلاسه كولو كار د وزارت او ګلګت بلتستان انتظامیې په هڅو بشپړ شوې۔دا خبره دې ياده وي چې د شريكو ګټو كونسل په كال 2009ء كښې د دې بند منظوري وركړې وه۔ دیامر بھاشا بند به په مجموعي توګه 8.1 ملین ایکړ فټه اوبوه ذخیرہ كولې شي او د دې څخه به 4500 میګاواټ ارزانه برېښنا ترلاسه كېدې شي