فلمي صنعت د كومې هم ټولنې كلتور او اقدار رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ اسلام آباد كښې به نېشنل آرټسټ کنونشن كولې شي كوم كښې به چې وزیراعظم محمد نواز شریف نېشنل آرټس فنډ اعلان كوي د اطلاعاتو دوهم وزيره مريم اورنګزېب

کراچی ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د ا طلاعاتو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي فلمي صنعت د كومې هم ټولنې كلتور او اقدار رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ټول پاكستان كښې د سيمه ايزو او ځائي تھېټر او فلمونو بيا ژوندي كول ته اړتيا ده۔ وفاقي حكومت په صوبائي ٬ سيمه ايز او ځائي كچه فلمي صنعت ته د پرمختګ وركولو حاجت محسوس كړے۔ وزيراعظم …

کراچی ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د ا طلاعاتو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي فلمي صنعت د كومې هم ټولنې كلتور او اقدار رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ټول پاكستان كښې د سيمه ايزو او ځائي تھېټر او فلمونو بيا ژوندي كول ته اړتيا ده۔ وفاقي حكومت په صوبائي ٬ سيمه ايز او ځائي كچه فلمي صنعت ته د پرمختګ وركولو حاجت محسوس كړے۔ وزيراعظم فلمي صنعت بيا ژوندي كولو كښې خوښي لري۔ اسلام آباد كښې به نېشنل آرټسټ کنونشن كولې شي كوم كښې به چې وزیراعظم محمد نواز شریف نېشنل آرټس فنډ اعلان كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهم وزيرې مريم اورنګزېب “انټرټېنمنټ اېنډ پروډکشن فوکس پی کے 16” كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دوهم وزيرې ووئيل حكومت فلمونه جوړولې خو نه شي ولې د فلمونو جوړونكو مرسته كولې شي دې ووئيل فنډ سره به نه يواځې د آرټسټو مالي مرسته كولې شي بلكې نوې رامخې ته كېدونكي ټېلنټ لپاره به هم كارولې شي۔ دې ووئيل زه يواځې د كنفرنس پرانستې غونډه كښې ګډون له نه بلكې دوه ورځني كنفرنس كښې ګډون كولو له راغلې يم۔ دې ووئيل ماسره ټوله ډله دلته ده دغسې چې مونږ د دې انډسټري ودې له خپل كردار ترسره كړو۔ دې ووئيل كنفرنس مقصد انټرټېنمنټ انډسټری ته وده وركول دي۔ کانفرنس ته مشر فنكار انور مقصود هم خطاب وكړو۔ كنفرنس كښې د فلم او پروډكشن انډسټرۍ سره تعلق لرونكو نوموړې شخصياتو ګډون وكړو۔