پنډۍ 02 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په لائن آف كنټرول تعينات كړې شويو پوځي ځوانانو ته هدايت كړې چې په لائن آف كنټرول د كوم هم ډولې خلاف ورزۍ دې فوري او موثر ځواب وركړے شي۔ د هندي جارجيت مقصد كشمير څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول دي۔ د كشمير مسئلې حل منطق كښې د اوږدې مودې امن ضمانت دے۔ ده …
په لائن آف كنترول د كوم هم جارحيت دے فوري او موثر ځواب وركړے شي

مزید خبریں
پنډۍ 02 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په لائن آف كنټرول تعينات كړې شويو پوځي ځوانانو ته هدايت كړې چې په لائن آف كنټرول د كوم هم ډولې خلاف ورزۍ دې فوري او موثر ځواب وركړے شي۔ د هندي جارجيت مقصد كشمير څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول دي۔ د كشمير مسئلې حل منطق كښې د اوږدې مودې امن ضمانت دے۔ ده د جمعې په ورځ په 10کور هېډ کوارټراو لائن آف کنټرول د وړاندې مورچو دورې په موقعې خطاب كولو۔ د آئی ایس پی آر ترمخه د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جمعې ورځ 10کورهېډ کوارټر كښې تېره كړهِ ده په لائن آف كنټرول د وړاندې مورچو دوره هم وكړه۔ چرته چې ده ته د هندي پوځ لخوا د بې درېغه ډزو ٬ د روانو خلاف ورزيو او د لائن آف كنټرول مجموعي امنيت په اړه بريفېنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاک پوځ آپرېشنل تیاريانو او د ډزبندۍ لوظنامې په خلاف ورزۍ كولو د پاك پوځ د فوري ځواب وركولو ستائنه كولو سره هدايت وكړو چې په لائن آف كنټرول دې ځوانان تل بېدار او چمتو وسي او اعلی معيار دې په ځائې ساتي۔ قمر جاوېد باجوه ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو په نتيجه كښې بايد د كشمير مسئله حل كړې شي۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه چې كله 10کور ته ورسېدو نو كور كمانډر لېفټېننټ جنرال ملک ظفر اقبال ده ته هركلې ووې









