وزيراعظم عمران خان اقليتونو سره خاص مينه لري۔ حكومت پاكستان كښې د ژوند كوؤنكو اقليتونو د حقونو محافظ دے۔ د بابا ګورو نانک د 550 مې زېږېدنې ورځې تيارۍ روانې دي۔ د کرتار پور راهدارۍ پرمختيائي كار به نومبر څخه وړاندې ترسره شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري كرتار پور كښې ميډيا سره خبرې

لاهور۔13 جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي وزيراعظم عمران خان اقليتونو سره خاص مينه لري۔ حكومت پاكستان كښې د ژوند كوؤنكو اقليتونو د حقونو محافظ دے۔ د بابا ګورو نانک د 550 مې زېږېدنې ورځې تيارۍ روانې دي۔ د کرتار پور راهدارۍ پرمختيائي كار به نومبر څخه وړاندې ترسره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كرتار پور راهدارۍ د روانو پرمختيائي كارونو …

لاهور۔13 جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي وزيراعظم عمران خان اقليتونو سره خاص مينه لري۔ حكومت پاكستان كښې د ژوند كوؤنكو اقليتونو د حقونو محافظ دے۔ د بابا ګورو نانک د 550 مې زېږېدنې ورځې تيارۍ روانې دي۔ د کرتار پور راهدارۍ پرمختيائي كار به نومبر څخه وړاندې ترسره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كرتار پور راهدارۍ د روانو پرمختيائي كارونو او د ګوردواره كرتار پور صاحب دورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم په خاص هدايت دلته د انتظاماتو جاج اخستو له راغلې يم۔ په دې مهال سردار بشن سنګھ د حكومتي ګامونو ستائنه كولو سره د سكهانو لخوا د وزيراعظم او وفاقي وزير منه كولو سره د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو۔ وفاقی وزیر ته د بورډ چيئرمېن لخوا د پخوانو تورو يو خاص ډالۍ هم وركړې شوه۔ وفاقي وزير په روانو منصوبو د اطمينان څرګندونه وكړه