لاهور۔13 جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي۔ تحریک انصاف د يو نوي پاكستان او مستحكم سياسي حكومت بنياد اېښودلې دې۔ مونږ دا مهال كوم پولیټیکل چېلنجز سره مخ نه يؤ۔ د جنورۍ په 23 مه نېټه به نوې بجټ وړاندې كوو او د يو مستحكم معاشي پاكستان بنياد به كېږدو۔ په اولني ځل اصل بجټ راروان دے۔ امريكا سره د پاكستان اړيكې …
تحریک انصاف د يو نوي پاكستان او مستحكم سياسي حكومت بنياد اېښودلې دې۔ مونږ دا مهال كوم پولیټیکل چېلنجز سره مخ نه يؤ۔ د جنورۍ په 23 مه نېټه به نوې بجټ وړاندې كوو او د يو مستحكم معاشي پاكستان بنياد به كېږدو۔ په اولني ځل اصل بجټ راروان دے۔ امريكا سره د پاكستان اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ د وزیراعظم عمران خان وژن سیاسی نه سماجي دے۔ وزيراعظم په اېن آر او باور نه لري۔ په سياسي توګه د نواز شریف او زرداری خاتمه شوې۔ د 66 هېوادونو وېزہ پاکستان لپاره ختموو۔ مونږ له خپله فلم انډسټري بيا بحالول دي۔ د كتابونو ليكونكو به ډاډګيرنه كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن الحمرا هال كښې دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
لاهور۔13 جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي۔ تحریک انصاف د يو نوي پاكستان او مستحكم سياسي حكومت بنياد اېښودلې دې۔ مونږ دا مهال كوم پولیټیکل چېلنجز سره مخ نه يؤ۔ د جنورۍ په 23 مه نېټه به نوې بجټ وړاندې كوو او د يو مستحكم معاشي پاكستان بنياد به كېږدو۔ په اولني ځل اصل بجټ راروان دے۔ امريكا سره د پاكستان اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ د وزیراعظم عمران خان وژن سیاسی نه سماجي دے۔ وزيراعظم په اېن آر او باور نه لري۔ په سياسي توګه د نواز شریف او زرداری خاتمه شوې۔ د 66 هېوادونو وېزہ پاکستان لپاره ختموو۔ دغسې چې بهر هېوادونو څخه خلق پاكستان ته راشي او دلته ايونټس څخه خوندونه پورته كړي۔ مونږ له خپله فلم انډسټري بيا بحالول دي۔ د كتابونو ليكونكو به ډاډګيرنه كولې شي۔ ده الحمرا هال كښې د”افکار تازہ Think fest ” په سرخط دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقی وزیر ووئيل وزيراعظم هم ددې خبرې اعلان كړې دې چې 66 هېوادونو لپاره د پاكستان وېزه ختموو۔ دغسې چې ددغې هېوادونو خلق دلته مېلو كښې ګډون وكړې شي۔ ده ووئيل بحث دا نه دې چې بسنت مېلې شوي دي يا نه بلكې بحث دا دې چې ددې پېښو څخه ځان څنګه بچ كړې شي دې لپاره تږ لاره وضعه كوو۔ ده ووئيل د وزيراعظم وژن سياسي نه بلكې سماجي دے۔ هغه د مدينې رياست خبره كوي په كوم كښې چې زغم وي او د يو بل د خيالاتو د اورېدو او په هغې د پوهېدو صلاحيت وي۔ چرته چې انصاف او رحم وي۔ دا هغه رياست دې كوم پلو چې عمران خان مخ په وړاندې تلل غواړي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال مونږ د جنورۍ په 23 مه نېټه نوې بجټ راوړو او تاسو به ووينۍ چې مونږ به د يو مستحكم معاشي پاكستان بنياد كېږدو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل امريكا سره د پاكستان اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ ده ووئيل فیاض الحسن چوهان سټېټ فارورډ انسان دے۔ ميډيا دې هم خيال كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نوازشریف او آصف علی زرداری د پارلمان دننه او بهر فشار اچولې ولې وزيراعظم عمران خان په اېن آر او باور نه لري۔ ځكه يو زندان ته تلې دې او بل روان دے۔ ده ووئيل تېر ټول بجټونه جعلي وو په اولني ځل اصل بجټ راوړو۔ ده ووئيل د ښه ګورننس په لړ كښې به زمونږ چاسره مقابله نه وي۔ لږ صبر وكړۍ او پاكستان كښې چې دا مهال كومه مشرتابه ده په هغې باور ولرۍ









