لاهور۔12 جنوری(اے پی پی) د رېلوېز وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د ناسازه صحت بهانه د اېن آر او اخستلو هڅه ده۔ د شهباز شريف مقابلې له دې ما پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې شامل كړې شي۔ آصف زرداری او نوازشریف هېڅ سباؤن نه لري۔ مريم نواز مې د لور په ډول ده د هغې په ضد مې كومه منفي خبره كړې نه ده۔ د روان كال په مهال …
د ناسازه صحت بهانه د اېن آر او اخستلو هڅه ده۔ د شهباز شريف مقابلې له دې ما پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې شامل كړې شي۔ آصف زرداری او نوازشریف هېڅ سباؤن نه لري۔ د مريم نواز په ضد مې كومه منفي خبره كړې نه ده۔ د روان كال په مهال به 20 نوې ټرېنونه چلولې شي۔ د ناله لئې مسئلې په حل كولو د اعلی وزير مننه كوم۔ د رېلوېز وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
لاهور۔12 جنوری(اے پی پی) د رېلوېز وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د ناسازه صحت بهانه د اېن آر او اخستلو هڅه ده۔ د شهباز شريف مقابلې له دې ما پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې شامل كړې شي۔ آصف زرداری او نوازشریف هېڅ سباؤن نه لري۔ مريم نواز مې د لور په ډول ده د هغې په ضد مې كومه منفي خبره كړې نه ده۔ د روان كال په مهال به 20 نوې ټرېنونه چلولې شي۔ د ناله لئې مسئلې په حل كولو د اعلی وزير مننه كوم۔ كال 2019ﺀ د پاكستان د پرمختګ كال دے۔ وزيراعظم عمران خان سره په خپلو اړيكو وياړ لرم۔ زه د يو بېل ګوند نمائندګي كوم او پي ټي آئي ته ځواب وركوونكې نه يم۔ وړاندې مې د 15 ټرېنونو وئيلي وو ولې د روان كال په مهال به 20 ټرېنونه چلولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده رېلوے هېډكورټرز كښې خبري كنفنرس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ عمران خان ته مارچ كښې د دوه ټرېنونو د پرانستې او د لاهور رېلوے دورې كولو بلنه وركوو۔ ده ووئيل په نوې ټرېنونو كښې به د خوراك او بسترې کمپلیمنټری سروس وركولې شي۔ ده ووئيل په يوه اونۍ كښې د ټكټ نه غېر سفر كوؤنكو څخه درې كروړه روپۍ اخستلې شوي دي۔ ده ووئيل ټول ټرېنونونه كاميابۍ سره روان دي او په دې مونږ د اولس مننه كوو۔ د شهباز شريف په اړه ده وئيل شهباز شريف زما په اعصابو ناست نه دې ولې په كوم تن چې د ماډل ټاؤن كېسونه وي ٬ د 56 کمپنیز او آشیانه په شمول 121 كېسونه وي هغه د بل احتساب څنګه كولې شي۔ ده ووئيل د مني بجټ په اړه د خزانې وزير اسد عمر سره خبره شوې ده۔ آئي اېم اېف له به تلل وي ولې د كوم فشار نه لرې به ځو۔ هڅه به مو وي چې په خپلو شرطونو آئي اېم اېف ته لاړ شو۔ په اولس به زيات بوچ نه اچوو









