وفاقي حكومت د 18م بدلون په ضد نه دے ولې تعليمي نصاب او لوړې زده كړې بايد وفاق سره وي۔ اولس د تعليم يو ډول نظام ته اړتيا لري۔ مدرسو او نورو تعليمي ادارو كښې يو شان والې رامخې ته كولو له هڅې كوو۔ د دوه كروړه كوچنيانو سكول ته راوستل حكومت لپاره لوئې چېلنج دے۔ لېپ ټاپ سکیم د سياست ښكار شوې۔ د فېډرل ايجوكېشن ٬ پروفېشنل ټرېننګ او نېشنل هېرټېج وفاقي وزير شفقت محمود الحمرا كښې دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرې

لاهور۔12 جنوری(اے پی پی ) د فېډرل ايجوكېشن ٬ پروفېشنل ټرېننګ او نېشنل هېرټېج وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي وفاقي حكومت د 18م بدلون په ضد نه دے ولې تعليمي نصاب او لوړې زده كړې بايد وفاق سره وي۔ اولس د تعليم يو ډول نظام ته اړتيا لري۔ مدرسو او نورو تعليمي ادارو كښې يو شان والې رامخې ته كولو له هڅې كوو۔د دوه كروړه كوچنيانو سكول ته راوستل …

لاهور۔12 جنوری(اے پی پی ) د فېډرل ايجوكېشن ٬ پروفېشنل ټرېننګ او نېشنل هېرټېج وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي وفاقي حكومت د 18م بدلون په ضد نه دے ولې تعليمي نصاب او لوړې زده كړې بايد وفاق سره وي۔ اولس د تعليم يو ډول نظام ته اړتيا لري۔ مدرسو او نورو تعليمي ادارو كښې يو شان والې رامخې ته كولو له هڅې كوو۔د دوه كروړه كوچنيانو سكول ته راوستل حكومت لپاره لوئې چېلنج دے۔ لېپ ټاپ سکیم د سياست ښكار شوې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د آئي ټي پوهنتون لاهور تر سېوري لاندې الحمرا هال كښې د”افکار تازہ Think fest ” په سرخط د پرانستې دستورې ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس له به د مسئلو حل له په ګډه سوچ كول وي۔ دا ډول دستورې يو ښه پېش رفت دے۔ زمونږ د قومي مسئلو حل له د قومي او نړيوالو پوهانو رائې به د احترام وړ وي او حكومت به په دې غور كوي۔ ده ووئيل د تعليم مسئلې حل له د مخالفې ډلې ګوندونو سره هم رابطه كښې يوو۔ ده ووئيل حكومت د تعليمي څانګې پرمختګ له لوظي دے دغسې چې پاكستاني زلمي په جاب ماركيټ كښې كامياب وي او د هېواد په سماجي او معاشي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړې شي او د ټولنې ګټور غړي جوړ شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د يو ډول تعليمي نظام نافذ كولو په لړ كښې نېشنل کریکلم غونډه كښې د سندھ د اعلی وزير او د تعليم وزير ګډون نه كول د افسوس وړ دي۔ ده هيله ولرله چې دوئي به راروانو غونډو كښې ګډون ضرور كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت تعليمي څانګې سره د اړوندو چېلنجونو مقابلې كولو له اخلاص سره هڅې كوي۔ د تعليمي چارو په لړ كښې د وفاق او صوبو ترمينځھ مرسته مضبوطه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هېواد كښې د تعليمي ادارو لخوا درې بېل ډول نصاب خپلولې شي۔ د سركاري سكولونو خپل نصاب دے۔ انګرېزي نصاب يو ډول او د مدارسو نصاب بل ډول دے۔ دغسې د تعليم معيار هم بېل بېل دے۔