دمشق 03 جنوري (اے پي پي) په شمالي سوريه كښې د تېرو دوه ورځو نه د القاعده او ياغيانو په نښتو كښې 30 كسان وژل شوي دي۔ په سوريه كښې جنګ څارګرې يوې ډلې وئيلي دي چې دا نښتې د القاعده شدت خوښو او د تركيې پلوي ياغيانو ترمېنځه شوې دي۔ دا نښتې په ادلب او حلب ولايتونو كښې شوې دي او پكښې د 30 نه زيات كسان وژل شوي دي۔ په دې كسانو كښې عام وګړي هم شامل دي۔