اسلام آباد 23 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان په امناكه ګاونډيتوب باور ري او د خبرو اترو د لارې د خپلو ګاونډيانو سره د مسئلو حل کول غواړي۔ د اتوار په ورځ راډيو پاکستان خبرونو او حالات حاضرہ پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې سره وفاقی وزیر ووئيل هند سره د ټولو مسئلو حل له د پاکستان رویه په بالغ نظری اډانه ده ځكه …
پاکستان په امناكه ګاونډيتوب باور لري۔ خارجه وزیر

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان په امناكه ګاونډيتوب باور ري او د خبرو اترو د لارې د خپلو ګاونډيانو سره د مسئلو حل کول غواړي۔ د اتوار په ورځ راډيو پاکستان خبرونو او حالات حاضرہ پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې سره وفاقی وزیر ووئيل هند سره د ټولو مسئلو حل له د پاکستان رویه په بالغ نظری اډانه ده ځكه چې پاکستان سيمه كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالي غواړي۔ ده ووئيل پاکستان بيا بيا وائي په کنټرول لائن جارحیت او پولې پورې غاړه څخه ډزو سره د سيمې امن ته زيان رسي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پولې پورې غاړه څخه ډزو سره آبادی ځپلې كېږي او بايد هند دې ډول خلاف ورزیو څخه ډډه وكړي۔ شاہ محمود قریشی د هندي عسكرو د لاسه د بې ګناه کشمیریانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده غوښتنه وكړه چې هند دې دا ډول کارروائی او د کشمیریانو د شهادت پېښې په سمدستي توګه بند كړې۔ وفاقی وزیر ووئيل هند كښې ڼاكنې كيدونكې دي او هندي قیادت د خپلو كورنيو چارو څخه د اولس پام ګرځولو له په پاکستان تنقید کوي كوم چې يو غلط سوچ دې۔











