نړيوال رحمت للعالمین کنفرنس د پائې غونډه به (نن) كېږي٬ اولس مشر ډاكټر عارف علوي به خاص مېلمه وي

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) دوه ورځنې نړيوال رحمت للعالمین کنفرنس د پائي غونډه به (نن) د شورو په ورځ كېږي چې پكښې به اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي ۔ د مذهبي چارو وزير له مخئ كنفرنس به سهار لس بجې په كنونشن سنټر كښې پېل كېږي۔د كنفرنس په پائې كښې به د ګدې اعلاميه جاري كولې شي۔ د نړيوال كنفرنس په پائ كښې به اولس مشر ډاكټر عارف علوي وېنا كوي او په قامي او سيمه ايزو ژبو كښې ليكلې شوو كتابونو ٬ د سيرت كتابونو ٬ د نعتونو كتابونو او د سيرت مقالو كښې وړومبې دوېم او درېم پوزيشن ترلاسه كولو له به انعامونه وركوي