اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د خواندګۍ شرح زياتولو له تعلیمی بجټ كښې تر 4فيصد زياتوالې ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د تعلیم او پیشه وره تربيې دوهم وزير بلیغ الرحمٰن سره ایوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړه ۔ په دې مهال د وزیراعظم یوتھ پروګرام کوآرډینیټرمخدوم عدیل الرحمن هم موجود وو۔ اولس مشر …
د خواندګۍ شرح زياتولو له تعلیمی بجټ كښې تر 4 فيصد زياتوالي ته اړتيا ده

مزید خبریں
اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د خواندګۍ شرح زياتولو له تعلیمی بجټ كښې تر 4فيصد زياتوالې ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د تعلیم او پیشه وره تربيې دوهم وزير بلیغ الرحمٰن سره ایوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړه ۔ په دې مهال د وزیراعظم یوتھ پروګرام کوآرډینیټرمخدوم عدیل الرحمن هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل تعلیمی معیار ښه كولو له بايد سرکاری ادارې د پرائیوېټ تعلیمی ادارو سره پھ ګډه داسې پالیسی مرتب کړي چې ورسره د هيواد تعلیمی نظام ښه شي۔ اولس مشر ووئيل د سباؤن حالات تر نظر ساتلو سره به د لوړژ زدكړو كمېسون له داسې تګلار جوړول وي چې ورسره د نوې چیلنجونو مقابله وكړې شي۔ ده ووئيل تعلیمی ادارو كښې په رضاکارانه ډول د كار رحجان زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې سماجی څانګه ښھ شي۔ اولس مشر قامی تعلیمی نصاب جوړولو كښې په ذاتی خوښۍ لرلو او قرآنی تعلیمات د نصاب برخه جوړولو له په مجوزہ قانون سازۍ د دوهم وزير اقدامات وستائل۔ ده ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام ترمخه مستحق زدكونكو جمع كړې شوي فېس بيرته وركول د حکومت لويه كارنامه ده۔ اولس مشر ووئيل دې سره نه يواځی د مستحق ماشومانو ډاډګيرنه شوې بلکې د تعلیم پلو رحجان هم زيات شوې۔ اولس مشر ووئيل په تعلیمی پروګرام عملدارۍ له دې ټول وسائل وكارولې شي او دې لپاره ده د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ اولس مشر ممنون حسېن دوهم وزير بلیغ الرحمٰن تعلیمی میدان كښې د پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړو۔







