اسلام آباد ۔ 28جولائی (اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف لارښود نعيم الحق وئيلي دي د اګست 14 مې نېټې څخه وړاندې به د حكومت جوړولو عمل بشپړ شي۔ د پنجاب او كے پي كے اعلی وزيرانو لپاره مشاورت روان دے۔ د فاټا د انضمام مخالفینو ته اولس ماتې وركړې۔ د تحریک انصاف حکومت به د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت وي۔ پيپلز ګوند سره زمونږ هېڅ رابطه شوې …
د اګست 14 مې نېټې څخه وړاندې به د حكومت جوړولو عمل بشپړ شي۔ د پنجاب او كے پي كے اعلی وزيرانو لپاره مشاورت روان دے۔ د فاټا د انضمام مخالفینو ته اولس ماتې وركړې۔ د تحریک انصاف حکومت به د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت وي۔ پيپلز ګوند سره زمونږ هېڅ رابطه شوې نه ده ۔ د پاکستان تحریک انصاف لارښود نعيم الحق د خالي په ورځ بني ګالا كښې ميډيا سره خبرې
اسلام آباد ۔ 28جولائی (اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف لارښود نعيم الحق وئيلي دي د اګست 14 مې نېټې څخه وړاندې به د حكومت جوړولو عمل بشپړ شي۔ د پنجاب او كے پي كے اعلی وزيرانو لپاره مشاورت روان دے۔ د فاټا د انضمام مخالفینو ته اولس ماتې وركړې۔ د تحریک انصاف حکومت به د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت وي۔ پيپلز ګوند سره زمونږ هېڅ رابطه شوې نه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ بني ګالا كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمن په ډول سياستمدارو لخوا منفي سياست د غندنې وړ دے۔ ده ماتې خوړلې بايد ده ته احساس وشي چې د پاكستان اولس څه غواړي۔ ده ووئيل پنجاب كښې حكومت جوړولو له رابطې بشپړ شوي او په دې اړه به اولس ته ډېر زر خوشخبري وركړو۔ ده ووئيل هيله ده چې د اګست 14 مې نېټې څخه وړاندې عمران خان د وزيراعظم په حېث سوګند پورته كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چوهدري نثار سره زمونږ هېڅ رابطه شوې نه ده كه هغه كوي نو و دې كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځھ هېڅ اختلاف نشته۔ د عمران خان په مشرۍ او لارښودنه كښې ټول ګوند يو موټې دې۔












