وزيراعظم محمد نواز شريف كوئټې ته ورسېدو٬د بلوچستان وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د صوبائي كابينې غړو او اعلٰی چارواكو د ده هركلے وكړو

كوئټه 02 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ګڼو پرمختيائي پروژو پرانستې او د روغتيا قامي پروګرام پېل كولو له د ګل په ورځ كوئټې ته رسېدلې۔په هوائي مېدان د بلوچستان وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د صوبائي كابينې غړو او اعلٰی چارواكو د ده هركلے وكړو۔د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ هم ده سره و۔وزيراعظم به د صوبائي سرښار دورې په مهال مستونګ٬قلات او نورو سيمو له د ګاز وركولو د پروژو پرانسته كوي۔د دې نه ځانله وزيراعظم به په نورو سيمو كښې د پرمختيائي پروژو پرانسته هم كوي۔