اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سيد علي ظفر وئيلي دي لنډمهاله حكومت د رائې او ميډيا په آزادۍ باور لري۔ د اطلاعاتو وزارت په ميډيا كوم بندېز لګولې نه دې۔ په پولنګ سټېشنونو تعينات كړې شويو پوځي ځوانانانو لپاره ضابطه اخلاق وضعه كړې شوې۔ د خالي په ورځ سېنېټ كښې د امن روانې وضعې په اړه په تحريك د بحث راغونډولو …
لنډمهاله حكومت د رائې او ميډيا په آزادۍ باور لري۔ د اطلاعاتو وزارت په ميډيا كوم بندېز لګولې نه دې۔ په پولنګ سټېشنونو تعينات كړې شويو پوځي ځوانانانو لپاره ضابطه اخلاق وضعه كړې شوې د قانون او انصاف وفاقي وزير سيد علي ظفر سېنېټ كښې د امن روانې وضعې په اړه په تحريك د بحث راغونډولو په مهال خطاب
اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سيد علي ظفر وئيلي دي لنډمهاله حكومت د رائې او ميډيا په آزادۍ باور لري۔ د اطلاعاتو وزارت په ميډيا كوم بندېز لګولې نه دې۔ په پولنګ سټېشنونو تعينات كړې شويو پوځي ځوانانانو لپاره ضابطه اخلاق وضعه كړې شوې۔ د خالي په ورځ سېنېټ كښې د امن روانې وضعې په اړه په تحريك د بحث راغونډولو په مهال خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل آزادانه ٬ منصفانه او سپېځلې ټاكنې كولو د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ په تېرو ټاكنو كښې رامخې ته شوې مسئلې پارلېمنټ قانون سازي كولو سره حل كړي۔ امنيت يوه مهمه معامله ده بياهم په دې اړه په مونږ په يو بل تورونه لګوؤ او غېر رياستي عناصر په مونږ بريدونه كوي۔ ځكه مونږ له به يو موټې كېدل وي۔ ده ووئيل د اطلاعانو وزارت په ميډيا كوم بندېز لګولې نه دې۔ مونږ پېمرا ته خپلواكي وركړې۔ سركاري ټي وي او رېډيو چېنل په آزاده توګه كار كوي۔ ده ووئيل مجاز فوځي افسرانو ته د مجسټرېټ اختیارات وركړې شوي دي۔ د زندان بنديوان به د پوسټل بېلټ د لارې خپله رائې كاروي۔ په 4945 پولنګ سټیشنونو كښې اسانۍ كمې دي۔ ده ووئيل د قواعد و ضوابط په خلاف ورزۍ كولو د كوم فرق نه غېر پوسټرې كوزولې شي۔ كوم يو ګوند په نښه كړې شوې نه دې۔












