اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي چې د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي٬ دا جنګ د پاكستان د پرمختګ او استحكام جنګ دے٬ مونږ به دا د شواهدو او رېښتاو په بنياد ګټو۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده …
د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي
اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي چې د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي٬ دا جنګ د پاكستان د پرمختګ او استحكام جنګ دے٬ مونږ به دا د شواهدو او رېښتاو په بنياد ګټو۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مخالفين د وزيراعظم محمد نواز شريف احتساب نه بلكې انتقام غواړي او د نواز شريف نه زيات د هغه د بچو د سياسي شعور نه يره لري۔ ده ووئيل چې عمران د دې نه وړاندې د درغلې تورونه لګولي وو په كومو كښې چې هغه پاتې راغلې۔ ده ووئيل چې ماتې خوړونكي عناصر داسې خبرې كوي چې حقيقت سره ئې هېڅ تعلق نه وي











