د پاك چين اقتصادي راهدارۍ او بنيادي ډهانچې پروژو مقصد ټوله سيمه كښې تجارت ته وده وركول دي٬ډبليو ټي او سره شراكتدارۍ زياتولو له چمتو يو۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د ډبليو ټي او ډائرېكټر جنرل سره ملاقات كښې خبرې پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ له مثالي ځاي دے۔ ربرټوايزي ويدو

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي پاكستان د سيمه ايزې هغږۍ٬ھلو ځلو پيروي كوي او د 46 اربه ډالره د سرمايې وړ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ او بنيادي ډهانچې د پروژو مقصد ټوله سيمه كښې تجارت ته وده وركول دي۔ده دا خبره د تجارت نړيوال تنظيم (ډبليو ټي او)ډائريكټر جنرل ربرټوايزي ويدو سره د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل سي پېك د سيمه ايزو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو او د سيمې د اولس د ژوند معيار ښه كولو صلاحيت لري۔وزيراعظم د تجارت اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې پاكستان ګلوبل سپلائي چين كښې بشپړه هم غږۍ ترلاسه كولو له د تجارت په اړه خپل قوانين جوړوي۔پاكستان ډبليو ټي او سره خپلې شراكتدارۍ زياتولو له چمتو دې۔وزيراعظم ووئيل د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې د امن وضعې ښه والي سره اقتصادي استحكام رامخې ته شوې۔ده ووئيل حكومت د برېښنا په كمبوت قابو موندلو له ګامونه پورته كوي او تر 2018 به د برېښنا په كمبوت قابو وموندلې شي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې امن راغلے او د كاميابو پوځي عملياتو په نتيجه كښې ترهه ګر په تېښته مجبور شوي۔د دې اقداماتو سره په پاكستان د كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو باور بحال شوې۔د ډبليو ټي او ډائرېكټر جنرل په هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ له مثالي ځاي دے۔