د سياسي عدم استحكام پھ وجه هېواد ته لوي زيان رسېدلې

اسلام آباد 01 نومبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د سياسي عدم استحكام پھ وجه هېواد ته لوي زيان رسېدلې٬ د وژن 2025 ترمخه تعليم ته پام لرنه كېږي٬د پي اېچ ډي زده كونكو لپاره حكومت ګڼ اقدامات كړي٬ پرمختګ لپاره معيشت سره سره د تعليم اهميت ته هم اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په روځ د …

اسلام آباد 01 نومبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د سياسي عدم استحكام پھ وجه هېواد ته لوي زيان رسېدلې٬ د وژن 2025 ترمخه تعليم ته پام لرنه كېږي٬د پي اېچ ډي زده كونكو لپاره حكومت ګڼ اقدامات كړي٬ پرمختګ لپاره معيشت سره سره د تعليم اهميت ته هم اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په روځ د لوړو زده كړو په كميسون كښې د وژن 2025 مناسبت سره دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې راروانو لسو كلونو كښې به داسې تعليمي نظام جوړ كړې شي كوم به چې په آسيا كښې تر ټولو ښه نظام وي۔ د سائنس مضمونونو سره سره د آرټ تعليم ته هم اړتيا ده۔ ده ووئيل سي پېك اكنامك ګيم چېنجر دے او پاك يو اېس كورېډور به ستراتېژېكي ګيم چېنجر وګرځي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په ټولو ضلعو كښې پوهنتونونه جوړولو سره به د پسمانده سيمو زده كونكي اعلٰی تعليم ترلاسه كړي٬حكومت په دريو كلونو كښې د اېچ اي سي بجټ د 100 ارب څخه 215 ارب ته رسولې۔ ده ووئيل پاكستان د سياسي عدم استحكام او پالېسو كښې د تسلسل نشت والي په وجه لوي زيان كړے۔ ده ووئيل سي پېك په صورت كښې به پاكستان ته د پرمختګ موقع ترلاسه شي۔مونږ له به د سي پېك بشپړولو له په ګډه كار كول وي

مزید خبریں