په نړۍ كښې هره ورځ 8 زره ماشومان د لوږې نه مړه كېږي٬ په نړيواله كچه هره شپه 30 كروړه ماشومان او 50 كروړه مېرمنې او سړي لوږې سره په اوده كېدو مجبور دي

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) په نړۍ كښې هره ورځ 8 زره ماشومان د لوږې نه مړه كېږي۔ دغسې په نړيواله كچه هره شپه 30 كروړه ماشومان او 50 كروړه مېرمنې او سړي لوږې سره په اوده كېدو مجبور دي۔ د خوراك نړيوال پروګرام راپور له مخې په ټوله نړۍ كښې د 90 كروړ نه زيات خلق د خوراك د كمي ستونزې سره مخ دي او په نړې …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) په نړۍ كښې هره ورځ 8 زره ماشومان د لوږې نه مړه كېږي۔ دغسې په نړيواله كچه هره شپه 30 كروړه ماشومان او 50 كروړه مېرمنې او سړي لوږې سره په اوده كېدو مجبور دي۔ د خوراك نړيوال پروګرام راپور له مخې په ټوله نړۍ كښې د 90 كروړ نه زيات خلق د خوراك د كمي ستونزې سره مخ دي او په نړې كښې هم يو نهم تن د دولس ساعته محنت مزدورې كوكو سره هم په مړه خېټه خوراك نه شي كولې۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د 13 نه تر 15.9 فيصده آبادي د خوراك سخت كمي سره مخ ده۔ د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې د ادارې راپور له مخې د نړۍ د 3 اربه خلقو ورځنې امدن يوازې 125 روپې دے۔ د راپور له مخې د لوږې اصل وجه د خوراك كمې نه بلكې ناقص پالېسې او د خوراك په وېش كښې كېدونكې بې ضابطګې دي۔

مزید خبریں