د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په پاې كښې د شريكې اعلاميې په اړه خبري كنفرنس ته وېنا

لندن 21 اپرېل (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې وئيلي دي چې د دولت مشتركه د مشرانو د كال 2018م په غونډه كښې مشرانو د دولت مشتركه هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارې په زياتولو اتفاق كړے۔ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په پاې كښې د شريكې اعلاميې په اړه خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال تهريسامې ووئيل چې تر كال 2030م به د دولت …

لندن 21 اپرېل (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې وئيلي دي چې د دولت مشتركه د مشرانو د كال 2018م په غونډه كښې مشرانو د دولت مشتركه هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارې په زياتولو اتفاق كړے۔ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په پاې كښې د شريكې اعلاميې په اړه خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال تهريسامې ووئيل چې تر كال 2030م به د دولت مشتركه هېوادونو شريك تجارت 2 كهربه ډالرو ته رسولې شي٬ د دولت مشتركه سائبر ډېكلرېشن به زمونږ اولس او كاروبار ته ورپېښ د ډېجيټل خطرو نه په محفوظ كولو كښې مرسته وكړي۔ په دې موقع د دولت مشتركه عمومي سېكتره پېټريكال سكاټ لېنډ٬ د سموا٬ ګريناډا او د ګهانا مشران هم موجود وو او هغوي هم خبرې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې وزيراعظمې د يو شمېر پوښتونو ځوابونه وركړل۔ د دولت مشتركه عمومي سېكترې په دې موقع د تنظيم په كاركردګې او كاميابو رڼا واچوله او د سباؤن په اهدافو ئې هم خبرې وكړې۔ هغې ووئيل چې د تنظيم د غړو هېوادونو د اولس خېر ښېګړې٬ پرمخګګ او خوشحالې لپاره د جامع حكمت عملې له مخې اقدامات كوي۔

مزید خبریں