د تركيې پارلمان د جون په 24مه نېټه د پارلماني ټاكنو منظوري وركړه

انقره 21 اپرېل (اے پي پي) د تركيې پارلمان د جون په 24مه نېټه د پارلماني ټاكنو منظوري وركړې۔ د نړيوالې مېډيا له مخې په دې لړ كښې د تركيې په پارلمان كښې هغه قرارداد منظور كړے شو د كوم له مخې به پارلماني ټاكنې او د اولس مشرې ټاكنې د جون په 24مه نېټه كېږي۔ د خبر له مخې په قرارداد د رائې شمېرنې په مهال مخالفې ډلې ډېموكرېټك ګوند د پارلماني كارروائۍ بائيكاټ وكړو۔ د ټاكنو په حق كښې په 550 كسيزه ايوان كښېې 386 غړو رائې وركړې۔ په تركيه كښې د وخت نه وړاندې د ټاكنو كولو اعلان دوه ورځې وړاندې اولس مشر طيب اردوان كړے و۔ په تركيه كښې د معمول له مخې ټولټاكنې راتلونكې كال كېدونكې وې۔