انقره 19 اپرېل (اے پي پي) د تركيې چارواكو وئيلي دي چې د وسله والو ځواكونو داسې درې زره اهلكار پېژندل شوي دي٬ كوم چې فتح الله ګولن يا د ده د تحريك سره روابط لري۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې كسانو د برطرفې پرېكړه د دفاع وزير كړې۔ د چارواكو له مخې د دې كسانو د برطرفې لړې به په راتلونكو يو څو ورځو كښې …
د تركيې حكومت فتح الله ګولن سره د روابطو لرونكو درې زره عسكرو برطرف كولو اعلان وكړو
انقره 19 اپرېل (اے پي پي) د تركيې چارواكو وئيلي دي چې د وسله والو ځواكونو داسې درې زره اهلكار پېژندل شوي دي٬ كوم چې فتح الله ګولن يا د ده د تحريك سره روابط لري۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې كسانو د برطرفې پرېكړه د دفاع وزير كړې۔ د چارواكو له مخې د دې كسانو د برطرفې لړې به په راتلونكو يو څو ورځو كښې پېل شي او په دې لړ كښې به ډېر زر يو دستاوېز وزيراعظم ته وړاندې كړې شي۔ د يادونې وړ ده چې د تركيې حكومت په جولائي كال 2016م كښې د ناكام پوځي بغاوت تور په فتح الله ګولن لګوي۔










