صنعا 18 اپرېل (اے پي پي) د يمن د شمالي الجوف ولايت په المصلوب ولسوالې كښې يمني ځواكونو سره په نښتو كښې د يو كمانډر پشمول 17 حوثي ياغيان وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې د المصلوب په دوه سيمو الساقيه او اللاسن كښې د يمني ځواكونو او د حوثي ملېشيا ترمېنځه خونړې نښتې شوې دي او په نتيجه كښې ئې د حوثي جنګيالو يو كمانډر صادق …
يمني ځواكونو سره په نښتو كښې د كمانډر پشمول 17 حوثي ياغيان وژل شوي دي

مزید خبریں
صنعا 18 اپرېل (اے پي پي) د يمن د شمالي الجوف ولايت په المصلوب ولسوالې كښې يمني ځواكونو سره په نښتو كښې د يو كمانډر پشمول 17 حوثي ياغيان وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې د المصلوب په دوه سيمو الساقيه او اللاسن كښې د يمني ځواكونو او د حوثي ملېشيا ترمېنځه خونړې نښتې شوې دي او په نتيجه كښې ئې د حوثي جنګيالو يو كمانډر صادق الحاج بن نسعه سره د خپلو 7 ملګرو وژل شوے او نور ګڼ شمېر جنګيالي ژوبل شوي دي۔ 10 حوثي ياغيان د دې ولسوالې په يوه غره ايزه سيمه كښې د نښتې په مهال وژل شوي دي۔ له بلې خوا حوثي ملېشيا د الحديده ولايت د سوئيلي ښار يو شمېر كلي محاصره كړي دي او د سلګونو په شمېر خلق ئې بې كوره كړي دي۔









