اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د اكتوبر 27مه نيټه د انسانيت د تاريخ تر ټولو تور باب دے٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د يرې چاپېرچل راجوړ كړې٬ د هندي پوځ د ظلم٬ زور او زياتې باوجود كشميرے اولس د خپلواكۍ حق د غوښتنې څخه يو ګام پشا نه دې تللې ٬هند دې لېكلې دېوال ولولې او د كشمير كشاله هوارولو له …
د اكتوبر 27مه نيټه د انسانېت د تاريخ تر ټولو تور باب دے٬ هند شخړيز كشمير كښې د يرې چاپېرچل راجوړ كړے

مزید خبریں
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د اكتوبر 27مه نيټه د انسانيت د تاريخ تر ټولو تور باب دے٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د يرې چاپېرچل راجوړ كړې٬ د هندي پوځ د ظلم٬ زور او زياتې باوجود كشميرے اولس د خپلواكۍ حق د غوښتنې څخه يو ګام پشا نه دې تللې ٬هند دې لېكلې دېوال ولولې او د كشمير كشاله هوارولو له دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل وكړي٬ پاكستان به د كشميريانو اخلاقي، سفارتي او سیاسي مرسته روانه ساتي۔ د اكتوبر په 27مه نيټه (نن) د زيارت په ورځ د كشمير پحقله د تورې ورځې نمانځلو په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل 68 كاله وړاندې هند په مقبوضه كشمير كښې بې ګناه اولس غلے كولو ٬ يرولو ٬ غلام ساتلو او په مقبوضه كشمير قبضه كولو له خپل پوځ سرينګر ته لېږلې ٶ۔ ده ووئيل د هند ظلم زياتې اوس هم روان دے ٬ نړيوالې ورورولۍ سره د لوظونو او د كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د قراردادونو باوجود د هند حكومت مقبوضه كشمير كښې د يرې فضا راجوړه كړې او هند د خپلو لوظونو ترسره كولو څخه انكار كوې۔ ده ووئيل د جولائي په 8مه نيټه د كشميري ځوان برهان واني د عدالت نه ماورا شهادت نه پس هندي پوځ ظلم زياتې لا ډبر كړې٬ هند ټول بشري اقدار شاته غورځولي او د بې ګناه کشمیریانو په ضد د رياستي ترهه ګرۍ انتها كوې ۔ ده ووئيل هندې قابض پوځونه په كشميريانو ظلمونه كوي او د هند ټوله رياستي مشېنري د انسانيت په ضد سنګينو جرمونو كښې د هند ځواكونو سره ولاړه ده۔ ده ووئيل د سلو ورځو څخه د زياتې مودې روانې كرفيو له امله د كشميري اولس ستونزې زياتې شوې او هندي حكومت په كشميريانو د خوراك څښاك سره سره ټول د ضرورت څيزونه بند كړې ۔ وزیراعظم ووئيل كشمير كښې هندي ظلمونه څه نوې خبره نه ده او دا رياستي زور زياتې د تېرو 68 كالو راهسې كشميريانو سره روان دے۔ وزیراعظم ووئيل د منطقې د يو نيم ارب نه زيات خلق د امن او سوكالۍ سهار ليدل غواړي كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو ٬ پرله پسې او د منظمو خلاف ورزيو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو څخه انكار كوٶنكي هندي حكومت يرغمال كړي ۔وزیراعظم د كشميريانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دېعزم پخلے وكړو چې پاكستان به د كشميريانو اخلاقي، سفارتي او سیاسي مرسته روانه ساتي











