اسلام آباد ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) به پاكستان ته د پولو د انتظام منصوبې له 25 كروړ ډالر قرضه وركوي۔ په دې لړ كښې د پاكستان حكومت او آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځھ يوه لوظنامه وشوه۔ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر طارق باجوه او د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر لي پېك لوظنامه لاس ليك كړه۔ د شورؤ په ورځ د کاریک …
آسيائي پرمختيائي بانك به پاكستان ته د پولو د انتظام منصوبې له 25 كروړ ډالر قرضه وركوي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) به پاكستان ته د پولو د انتظام منصوبې له 25 كروړ ډالر قرضه وركوي۔ په دې لړ كښې د پاكستان حكومت او آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځھ يوه لوظنامه وشوه۔ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر طارق باجوه او د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر لي پېك لوظنامه لاس ليك كړه۔ د شورؤ په ورځ د کاریک وزارتی کانفرنس په پايه كښې د وفاقي وزير اسحاق ډار او د آسيائي پرمختيائي بانك صدر په ګډه خبري كنفرنس كولو څخه وړاندې په لوظنامه د لاس ليك كولو يوه دستوره راجوړه كړې شوه۔ د لوظنامې ترمخه د بارډر منېجمنټ دې منصوبه كښې په سرحدي کراسنګ پوائنټ د فزيكل انفراسټركچر جوړول ٬ د سكېنرز په ډول آلاتو رسنه د آئي ټي هارډوويئر او سافټ ويئر سپورټ او استعداد كښې زياتوالې شامل دے۔ د دې منصوبې مقصد د پولو مربوط انتظام له سنګل ونډو سسټم جوړول ٬ كراسنګ پوائنټس جوړول ٬ د كراسنګ پوائنټس د لارې تجارت او ټرانزټ زياتول دي۔ په دې مهال د خزانې وزير اسحاق ډار د بارډر منېجمنټ په څانګه كښې په مرسته كولو د آسيائي پرمختيائي بانك مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان به سيمه ايزې رابطې ښه كولو له په خاص توګه افغانستان او د منځنۍ آسيې منطقې سره تماس زياتولو له ټولې وسيلې كارولې شي۔(وا/ګ ل/2100)











