د روهنګیا مسلمانانو قتل ’نسل کشی‘ ده ۔ د فلپائن اولس مشر

منیلا 06 اپریل (اے پی پی) د فلپائن اولس مشر روډریګو ډویټرټے په میانمار كښې د روهنګیا مسلمانانو قتل نسل کشی ګرځولې ده۔ ده په منیلا كښې يوې غونډې ته خطاب كښې ووئيل چې د روهنګیا مسلمانانو له خپل هېواد كښې پناہ وركولو له چمتو يو۔په دې تناظر كښې هغه په اروپائي لارښودو زور راوړو هغوي هم خپلو هېوادونو كښې كډوالو له پناه وركړي۔ ډویټرټے ووئيل افسوس په دې خبره دې چې نړيواله ورورولي هم په دې بحران ختمولو كښې ناکامه شوې۔ میانمار كښې د دغې تشدد له امله د روهنګيا 7 لکھ مسلمانان بنګله دېش ته په كډه كولو مجبور شوې دي۔