د سورئې ځواكونو د ختيزې غوطه سيمې كنټرول ترلاسه كړو

دمشق 01 اپرېل (اے پي پي) د سورئې ځواكونو د ختيزې غوطه سيمې كنټرول ترلاسه كړو۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د سورئې ځواكونو ياغيان په شا تنبولي دي او د ختيزې غوطه سيمې كنټرول ئې ترلاسه كړے دے۔ د دې څخه وړاندې د سورئې ځواكونو د ختيزې غوطه سيمې 31 ښارونه او كلي د ياغيانو نه د آزادولو اعلان كړے و۔ د يادونې وړ ده چې ټول ياغيان د يوې لوظنامې له مخې د ختيزې غوطه نه وتلو سره ادليب ته منتقل شوي دي۔