په اېتهوپيا كښې د بېړني حالت د نفاذ نه پس 1100 كسان نيول شوي دي

عديس ابابا 01 اپرېل (اے پي پي) په اېتهوپيا كښې تېره مياشت د بېړني حالت د نفاذ نه پس 1100 كسان نيول شوي دي۔ د المان مېډيا له مخې وزيراعظم هائلې مريم ديسالين د فرورې په 15مه نېټه استفٰي وركړې وه او په هېواد كښې بېړنې حالت په ځائ كړے شوے و۔ د يادونې وړ ده چې په دې افريقائي هېواد كښې د سياسي بحران له امله د عدم استحكام خطر پېدا شوے۔