د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې به د آټزم نړيواله ورځ ﴿نن﴾ لمانځلې شي

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې به د آټزم نړيواله ورځ ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د اپرېل په 2مه نېټه لمانځلې شي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد په دې رنځ كښې د اخته ماشومانو مسئلې په ډاګه كول٬ د دې رنځورې په اړه شعور بېدارول او د دې مخ نيوي لپاره اقدامات باوري كول دي۔ آټزم يوه دماعي رنځوري ده او پوهان وائي چې خاص خيال ساتلو سره په دې رنځ كښې اخته ماشومان د ښه ژوند تېرولو جوګه كېدے شي۔ د دې ورځې په مناسبت به بېلا بېلې دستورې كولې شي۔