په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي

نوې ډېلۍ 20 مارچ (اے پی پی) په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي دي ۔دا خبره د هند خارجه وزيرې شسما سوراج د نهې په ورځ پارلمان راجيه سبها كښې كړې۔هندي خارجه وزيرې وئېلي دي د اجتماعي قبرونو څخه د دغې هندي وګړو مړي تر لاسه شوي او وروستو ئې پیژندګلې د ډي اېن اے د لارې شوې۔هغې پارلمان ته ووئيل په عراق كښې د بې …

نوې ډېلۍ 20 مارچ (اے پی پی) په عراق كښې بې دركه 39 هندي وګړي وژلې شوي دي ۔دا خبره د هند خارجه وزيرې شسما سوراج د نهې په ورځ پارلمان راجيه سبها كښې كړې۔هندي خارجه وزيرې وئېلي دي د اجتماعي قبرونو څخه د دغې هندي وګړو مړي تر لاسه شوي او وروستو ئې پیژندګلې د ډي اېن اے د لارې شوې۔هغې پارلمان ته ووئيل په عراق كښې د بې دركه شوو 39 وګړو ډي اېن اے ټېسټ بغداد كښې شوې چې پكښې د 38 كسانو ډي اېن اے ميچ شوې ده٬ دا وګړي په كال 2014 كښې د عراق په موصل ښار كښې د ترهه ګر تنظيم داعش سره تعلق لرونكې عسكريت خوښې تښتولي وو۔د مړو شوو هندي وګړو تعلق د ختيز پنجاب څخه وو او په موصل كښې يوې عراقي تعميراتي كمپنۍ سره ئې كار كولو

مزید خبریں