د شمالي وزيرستان د كډوالو د ستنېدو دريم پړاؤ به ﴿سبا﴾ پېل شي

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستان د كډوالو د ستنېدو دريم پړاؤ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ پېل شي۔ د شمالي وزيرستان پوليټكل اېجنټ كامران آفريدي اے پي پي ته ووئيل چې د بې كوره شويو كډوالو ستنولو لپاره پلان تيار كړے شوے و په كوم كښې چې كډوال په څلورو برخو كښې وېشل شوي وو۔ د دې نه وړاندې دوه پړاوونه ترسره شوي دي …

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستان د كډوالو د ستنېدو دريم پړاؤ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ پېل شي۔ د شمالي وزيرستان پوليټكل اېجنټ كامران آفريدي اے پي پي ته ووئيل چې د بې كوره شويو كډوالو ستنولو لپاره پلان تيار كړے شوے و په كوم كښې چې كډوال په څلورو برخو كښې وېشل شوي وو۔ د دې نه وړاندې دوه پړاوونه ترسره شوي دي او پكښې 51 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې دي٬ دريم پړاؤ د اكتوبر د 25مې نېټې نه پېل كېږي چې پكښې د 20 كورنيو د ستنېدو انتظامات شوي دي۔ ده ووئيل چې د ضرب عضب عملياتو په مهال د شمالي وزيرستان 82 زره كورنې ځپلې شوې وې كومې چې اېف ډي اېم اے سره رجسټرډ دي۔ ده ووئيل چې د كډوالو ستنېدو په موقع 25 زره روپې نغدې او كرايه لپاره لس زره روپې د موبائل سم د لارې وركولې شي۔ ده ووئيل چې د شمالي وزيرستان د كډوالو د ستنېدو لړې د دسمبر تر 31مه نېټه ترسره شي۔

مزید خبریں