اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د روسيه تر ټولو سترې توان كمپنۍ ګاز پروم چيئرمېن الېكسي ملر وئيلي روسيه پاكستان سره د توان په څانګه كښې مرسته لا مستحكم كول غواړي۔ دا خبره خارجه وزير خواجه آصف د روسيه اوسنۍ دورې په مهال سېنټ پیټرز برګ كښې ده سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ روسيه كښې د پاكستان سفير قاضی ایم خلیل اللہ هم …
روسيه پاكستان سره د توان په څانګه كښې مرسته لا مستحكم كول غواړي۔ الیکسی ملر

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د روسيه تر ټولو سترې توان كمپنۍ ګاز پروم چيئرمېن الېكسي ملر وئيلي روسيه پاكستان سره د توان په څانګه كښې مرسته لا مستحكم كول غواړي۔ دا خبره خارجه وزير خواجه آصف د روسيه اوسنۍ دورې په مهال سېنټ پیټرز برګ كښې ده سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ روسيه كښې د پاكستان سفير قاضی ایم خلیل اللہ هم ملاقات كښې موجود وو۔ د خبرو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځھ اکتوبر 2017 كښې د اېل اېن جي درآمد كولو او اکتوبر 2015 كښې د اېن اېس جی پائپ لائن منصوبې په اړه د دواړو حكومتونو ترمينځه په شويو لوظنامو د عملدرآمد په تندولو زور راوړولې شو۔ خارجه وزير او چیئرمېن ګاز پروم دې خبرې ته سلا شول چې ګاز پروم د پاكستان او رسيه ترمينځھ تجارتي او اقتصادي مرسته لا زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔










