افغانستان كښې د امن او سلامتيا په اړه نړيوال كنفرنس به د ازبكستان پلازمينه تاشقند كښې كېږي۔ د روسيه ٬ امريكا ٬ چين ٬ پاكستان او هند په شمول يو شمېر هېوادونو ته بلنه وركړې شوې۔ ازبک خارجه وزير عبدالعزیز کاملوف

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) افغانستان كښې د امن او سلامتيا په اړه نړيوال كنفرنس به د ازبكستان پلازمينه تاشقند كښې كېږي۔ كنفرنس كښې ګډون كولو له د روسيه ٬ امريكا ٬ چين ٬ پاكستان او هند په شمول يو شمېر هېوادونو ته بلنه وركړې شوې۔ د روسيه سركاري خبر رسنې ادارې ترمخه دا خبره د ازبكستان خارجه وزير عبد العزيز كاملوف تېره ورځ ماسكو كښې خپل …

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) افغانستان كښې د امن او سلامتيا په اړه نړيوال كنفرنس به د ازبكستان پلازمينه تاشقند كښې كېږي۔ كنفرنس كښې ګډون كولو له د روسيه ٬ امريكا ٬ چين ٬ پاكستان او هند په شمول يو شمېر هېوادونو ته بلنه وركړې شوې۔ د روسيه سركاري خبر رسنې ادارې ترمخه دا خبره د ازبكستان خارجه وزير عبد العزيز كاملوف تېره ورځ ماسكو كښې خپل روسي همڅنګ سرګئۍ لارووف سره خبرو كښې وكړه۔ کاملوف ووئيل روسيه ٬ چين او امريكا او ځينې نورو هېوادونو ته بلنې وركړې شوي دي۔ ده ووئيل مونږ كنفرنس كښې ګډون لپاره په نړيواله كچه روسيه ٬ چين ٬ امريكا او په سيمه ايزه كچه پاكستان ٬ ايران او هند ته د بلنې وركولو پرېكړه كړې۔ دې سره سره سعودي عربستان ،متحدہ عرب امارت، ترکیه، ملګرو ملتونو ٬ اروپائي ائتلاف او نړيوالو تنظيمونو بلنه ترلاسه كړې۔ ده ووئيل برطانیه، جرمنی،فرانس او د اطاليې په شمول نور اروپائي هېوادونه هم دې كنفرنس كښې ګډون كول غواړي۔ کاملوف ووئيل ازبکستان د سیاسی عمل فعاله برخه جوړېدل غواړي ولې چې افغانستان سره نېغ په نېغه زمونږ پوله شريكه ده او بلاواسطه تحفظات هم لرو۔ ده ووئيل زه دا نه وايم چې تاشقند كنفرنس څخه وروسته به افغانستان كښې امن په ځائې شي او ټولې مسئلې به حل شي بياهم مونږ له به دا عمل دوامدار ساتل وي۔

مزید خبریں