پاکستان د مني لانډرنګ په ضد وړاندې څخه بلها ګامونه پورته كړې دي- په واچ لسټ كښې شامل كولو سره به په اقتصادي پرمختګ اغېز نه راځي۔ د نېشنل اېكشن پلان ترسېوري لاندې د ترهګرۍ په ضد مو ډېر ګامونه پورته كړي دي كوم چې زمونږ په خپله ګټه كښې دي۔ په قامي مسئلو به سياستمدارو له يو ځائې كېدل وي۔ په سیاست كښې د سرجيكل اسټرائيكس ګټه نون ليګ ته رسي۔ د داخله وزير احسن اقبال دی یونیورسټی آف لاهور كښې وركشاپ ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرې

لاهور۔24 فروری(اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان د مني لانډرنګ په ضد وړاندې څخه بلها ګامونه پورته كړې دي- په واچ لسټ كښې شامل كولو سره به په اقتصادي پرمختګ اغېز نه راځي۔ د نېشنل اېكشن پلان ترسېوري لاندې د ترهګرۍ په ضد مو ډېر ګامونه پورته كړي دي كوم چې زمونږ په خپله ګټه كښې دي۔ په قامي مسئلو به سياستمدارو …

لاهور۔24 فروری(اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان د مني لانډرنګ په ضد وړاندې څخه بلها ګامونه پورته كړې دي- په واچ لسټ كښې شامل كولو سره به په اقتصادي پرمختګ اغېز نه راځي۔ د نېشنل اېكشن پلان ترسېوري لاندې د ترهګرۍ په ضد مو ډېر ګامونه پورته كړي دي كوم چې زمونږ په خپله ګټه كښې دي۔ په قامي مسئلو به سياستمدارو له يو ځائې كېدل وي۔ په سیاست كښې د سرجيكل اسټرائيكس ګټه نون ليګ ته رسي۔ پارلېمنټ يو مركز دے او ټولې ادارې دې څخه پېدا كېږي۔ د پارلمان احترام لازم دے۔ د هېواد په استحكام سرجيكل اسټرائيكس كولې شي۔ اولس ته دا تاثر روان دې چې سياست كښې ټارګټ كلنك كېږي۔ د نون ليګ په ضد پورته كړې شويو ګامونو سره په اولسي حمايت كښې كمې نه زياتوالې شوې۔ ده دی یونیورسټی آف لاهور كښې دوهم آل پنجاب YPDCورکشاپ ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل ګاونډې هېواد د سرجيكل سټرائيكس دړكې راكوي ددې دړكو به په نره مقابله كول وي۔ ورکشاپ ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل زلمي د پاكستان سباؤن دي دوي اختيارمند جوړول زمونږ ذمه واري ده۔ د دوي نوې تعليم او څېړنې او د روان دور غوښتنو سره همغږي پېدا كول ډېر ضروري دي۔ د بده مرغه پاكستان كښې ځينې زلمي مايوسه كولې شي او د پاكستان د سالميت په ضد پراپېګنډہ كولې شي كومه چې سمه نه ده۔ ده ووئيل زلمي بايد ځان كښې خود اعتمادي پېدا كړي او د داسې مايوسه كوؤنكو خبرو څخه لرې پاتې شي كومې چې ددوئي په سباؤن اثر پرېباسي۔ پاکستان په تېرو 5 كلونو كښې غوره معاشي پرمختګ كړې د كوم چې نړيوالې ميډيا ستائنه كړې۔ ده ووئيل 1947 كښې د پاكستان په برخه كښې ستن قدرې هم راغلې نه وه او نن مونږ په ډيجيټل ټېكنالوجي كښې د نړۍ په 10 لويو هېوادونو كښې شامل يوو۔ ده ووئيل پرمختګ لپاره ضروري ده چې هېواد كښې سياسي استحكام وي او د پالېسيو تسلسل په ځائې وساتلې شي۔ كه سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل جاري وساتلې شو نو په راروانو 20 كلونو كښې مونږ د تېرو 70 كلونو كمۍ لرې كولې شؤ۔ راروان لس كلونه د پاكستان زلمو له ډېر مهم دي۔ د پاكستان د سباؤن په لړ كښې به زلمو له ليډ رول ترسره كول وي۔ راتلونكي كلونه تندۍ سره د پرمختګ كولو كلونه دي دا بايد ضائع نه شي۔ ده ووئيل په تېرو 35 كلونو كښې آمريت هېواد ته ډېر زيان رسولې۔ د كال 2013 څخه د كال 2018 پاكستان ډېر ښه دے۔ په ترهګرۍ قابو موندلې شوې۔ د توان ستونزه ختمه شوې او سره د خنډانو هېواد په تندۍ سره پرمختګ كولو پلو روان شوې۔ ده ووئيل حاجت دې خبرې ته دې چې هېواد كښې د مايوسۍ خپرولو په ځائې مثبت سوچ ته وده وركړې شي او ټول سياستمدار قامي ګټې ته تر ټولو اول پام لرنه كولو سره جمهوري استحكام او معاشي پرمختګ له كار وكړي۔