کراچی ۔24 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قامي پرمختګ لپاره د مېرمنو تعليم ضروري دے۔ طالبات بايد د خپلې خوښې په څانګه كښې زياتو نه زياتې زده كړې ترلاسه كړي۔ ځينې بې لارې عناصرو ناامني پېدا كولو سره كراچۍ ته زيات زيان رسولې۔ د حكومت سمې حكمت عملۍ او په وخت پورته كړې ګامونو سره كراچۍ كښې امن بحال شوې۔ د كراچۍ ښار او د …
قامي پرمختګ لپاره د مېرمنو تعليم ضروري دے۔ طالبات بايد د خپلې خوښې په څانګه كښې زياتو نه زياتې زده كړې ترلاسه كړي۔ ځينې بې لارې عناصرو ناامني پېدا كولو سره كراچۍ ته زيات زيان رسولې۔ د حكومت سمې حكمت عملۍ او په وخت پورته كړې ګامونو سره كراچۍ كښې امن بحال شوې۔ د كراچۍ ښار او د پاكستان د پرمختګ لاره څوك نيولې نه شي۔ هېواد په سم لوري روان شوې۔ د حكومت كاركردګۍ سره ښه والې رامخې ته شوې۔ د اولس مشر ممنون حسېن د محترمه فاطمه جناح جوړ كړې خاتون پاکستان ګرلز اسکول دورې په مهال د خيالاتو څرګندونه
کراچی ۔24 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قامي پرمختګ لپاره د مېرمنو تعليم ضروري دے۔ طالبات بايد د خپلې خوښې په څانګه كښې زياتو نه زياتې زده كړې ترلاسه كړي۔ ځينې بې لارې عناصرو ناامني پېدا كولو سره كراچۍ ته زيات زيان رسولې۔ د حكومت سمې حكمت عملۍ او په وخت پورته كړې ګامونو سره كراچۍ كښې امن بحال شوې۔ د كراچۍ ښار او د پاكستان د پرمختګ لاره څوك نيولې نه شي۔ هېواد په سم لوري روان شوې۔ د حكومت كاركردګۍ سره ښه والې رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د محترمه فاطمه جناح جوړ كړې خاتون پاکستان ګرلز اسکول دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ده ته اسكول كښې د روان تدريسي عمل او دې كښې د ښه والي راوستلو په لړ كښې د زندګي ټرسټ خذماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ په دې مهال د زندګي ټرسټ مشر شهزاد رائے ٬ د وفاق او سندھ اعلی چارواكو سره سره د كراچۍ مخير حضرات هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل هیومن ریسورس ډیوېلپمنټ د زده كړو څخه غېر ممكن نه دے۔ پخواد تعليم په شمول يو شمېر څانګو ته پام ونكړې شو۔ نېشنلائزېشن سره هم يو شمېر مسئلې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل دې صورتحال څخه وتلو له نجي څانګه د تعليم وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ او زندګي ټرسټ او ددې مشر شهزاد رائے هم په دې لړ كښې د قدر وړ كار كړې۔ اولس مشر ووئيل قامي پرمختګ لپاره د مېرمنو تعليم ضروري دے۔ طالبات دې د خپلې خوښې په څانګه كښې زياتو نه زياتې زده كړې ترلاسه كړي۔ كه دې مقصد لپاره بهر هېواد ته تلل هم وي نو دوئي دې ضرور لاړې شي ولې په دغه مهال دې د پاكستان د اقدارو خيال وساتي ولې چې د اجنبي تهذيبونو خپلولو سره سماجي ستونزې پېدا كېږي۔ اولس مشر ووئيل كراچۍ د پراخا زړه لرونكو ښار دے۔ دلته د خېر ښېګړې كارونو لپاره زياته چېرټي كېږي۔ ددې ښار تجارانو او صنعت كارو د اولسي خېر ښېګړې سترې منصوبې ترسره كړې دي كومې چې د ستائنې وړ دي۔ اولس مشر په دې مهال د سكول د بېلو څانګو دوره وكړه او د ادارې د تعليم تګلار په اړه ئې پوښتنې وكړې۔ اولس مشر بېلو كلاسونو ته هم لاړو او كوچنيانو سره ئې خبرې وكړې۔ ده كوچنيانو ته نصيحت وكړو چې دوئي د پاكستان پرمختګ جذبې ترمخه زيات محنت كولو سره زده كړې ترلاسه كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات قلمبند كړل او د سكول طالباتو ته ئې تحفې وركړې۔











