کابل ۔ 24 فروری (اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د ځانمرګې بريد چاؤدنې پېښې په نتيجه كښی يو تن مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ ايراني ټي وي د فرانس قامي خبر رسنې ادارې په حوالې سره وئيلي دي چې د افغانستان پلازمينه كابل كښې ډپلومېټک انکلیو ته نزدې ځانمرګې بريد كوؤنكي ځان چاؤدنې سره والوزولو۔ د بريد په نتيجه كښې يو تن مړه او شپږ …
کابل كښې ځانمرګې بريد – 1 تن مړه 6 ژوبل

مزید خبریں
کابل ۔ 24 فروری (اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د ځانمرګې بريد چاؤدنې پېښې په نتيجه كښی يو تن مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ ايراني ټي وي د فرانس قامي خبر رسنې ادارې په حوالې سره وئيلي دي چې د افغانستان پلازمينه كابل كښې ډپلومېټک انکلیو ته نزدې ځانمرګې بريد كوؤنكي ځان چاؤدنې سره والوزولو۔ د بريد په نتيجه كښې يو تن مړه او شپږ نور ژوبل شول۔ د افغان انټېلی جنسی ایجنسۍ يو امنيتي اهلكار د نامې نه ښودلو په شرط ووئيل چې ځانمرګې بريد كوؤنكي د اېن ډي اېس ډائرېكټورېټ ته نزدې خپل ځان والوزولو۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د اېن ډي اېس كمپاؤنډ نېټو هېډكوارټرز او امريكائي سفارت ته نزدې دې۔ دې څخه وړندې هم تېر كال د دسمبر په مياشت كښې دې كمپاؤنډ ته نزدې بمي چاؤدنه شوې وه چې په نتيجه كښې ئې 6 تنه مړه شوي وو۔ بلخوا د بريد ذمه واري تر دې دمه چا په خپله غاړه اخستلې نه ده۔










