د عمران د اسلام آباد بندولو دړكه د آئين او قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬عمران خان د اولس بنيادي حقونو ته زيان رسول غواړي

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال آصف كرماني وئېلي دي د عمران د اسلام آباد بندولو دړكه د آئين او قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬عمران خان د اولس بنيادي حقونو ته زيان رسول غواړي۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د پانامه معامله عدالت كښې اورېدونكې ده٬عمران خان د عدالت سپكاوي مرتكب كېږي۔ده ووئيل اولس به د تېر وخت پشان هغه …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال آصف كرماني وئېلي دي د عمران د اسلام آباد بندولو دړكه د آئين او قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬عمران خان د اولس بنيادي حقونو ته زيان رسول غواړي۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د پانامه معامله عدالت كښې اورېدونكې ده٬عمران خان د عدالت سپكاوي مرتكب كېږي۔ده ووئيل اولس به د تېر وخت پشان هغه ټول سازشونه ناكامه كړي۔آصف كرماني ووئيل عمران د پارلمان برخه هم ده او هغه پارلمان ته سپكې سپورې هم وائي۔ده ووئيل د 2018 په ټاكنو كښې به زمونږ اعمال نامه زمونږ په ښې لاس كښې او د هغه اعمال نامه به د هغه په ګس لاس كښې وي۔

مزید خبریں