اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د ای پولیسنګ نظام نفاذ له بايد نوې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شي۔ د پولیس فزیکل فټنس لپاره دې د لوبو مقابلې وكړې شي۔ په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له دې د شناختي كارډ او پاسپورټ اجراﺀ غوره اسانۍ وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د …
د ای پولیسنګ نظام نفاذ له بايد د نوې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شي۔ د پولیس فزیکل فټنس لپاره دې د لوبو سيالۍ وكړې شي۔ په بهرنو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له دې د شناختي كارډ او پاسپورټ اجراﺀ غوره اسانۍ وركړې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د داخله وزارت جاج اخستو غونډې ته خطاب
اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د ای پولیسنګ نظام نفاذ له بايد نوې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شي۔ د پولیس فزیکل فټنس لپاره دې د لوبو مقابلې وكړې شي۔ په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له دې د شناختي كارډ او پاسپورټ اجراﺀ غوره اسانۍ وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د داخله وزارت جائزه غونډې ته خطاب كښې وكره۔ غونډه كښې د نادرا چيئرمېن ٬ د اېف آئي اے ډي جي ٬ آئي جي اسلام آباد پوليس او د اسلام آباد ضلعي انتظاميې او وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير آئي جي اسلام آباد ته د کمیونټی پولیسنګ په لړ كښې د مصالحتی کمېټيو زر تر زره جوړولو امر وكړو۔ د داخله وزير لخوا اېف آئي اے ته د ټور آپرېترز لسټ جاج اخستو ٬ لسټ كښې د مستندو ټور آپریټرز نامو اندراج كولو او په اسلام آباد لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن كار تندولو سیارښتنه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د آن لائن ويزې آساني دې په سمدستي توګه پېل كړې شي۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له دې د شناختي كارډ او پاسپورټ اجراﺀ غوره اسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل ضلعي انتظاميه دې د شادي هال وختونو پابندي او په ون ډش پالېسۍ عملدرآمد باوري كړي۔











