مونږ د ادارو احترام كوؤ او غواړو چې هره اداره د خپل آئيني حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ اولسي پرېكړې دې په اولس پرېښودلې شي۔ د هېواد پرمختګ لپاره ادارې بايد د يو بل احترام وكړي۔ سره د دھرنو او ركاوټونو حكومت د پرمختګ سفر جاري ساتلې۔ د سېنېټ ټاكنو كښې د پېسو او د ټګۍ د لارې ټاكل كېدونكو مخه به نيسو۔ د اولسي نمائندګۍ حق د اولسي نمائندګانو دې۔ پارلمان هغه يوازنۍ اداره ده چې احتساب ئې هر 5 كاله پس كېږي۔ د 20 کروړه اولس ټاكلي نمائنده ته د غل ٬ ډاكو او مافيا په ډول نومونه وركول سم نه دي۔ مسلم لیګ(ن) د اولس خذمت كړې ۔ د كال 2018ء په ټاكنو كښې به اولس له د خذمت كوؤنكو يا تورونو لګونكو او كنځلې كوؤنكو ټاكلو په اړه پرېكړه كول دي۔ د وزیراعظم شاھد خاقان عباسی حافظ آباد كښې د قامي روغتيا كارډ سكيم جاري كولو په مهال خطاب

حافظ آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی مونږ د ادارو احترام كوؤ او غواړو چې هره اداره د خپل آئيني حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ اولسي پرېكړې دې په اولس پرېښودلې شي۔ د هېواد پرمختګ لپاره ادارې بايد د يو بل احترام وكړي۔ سره د دھرنو او ركاوټونو حكومت د پرمختګ سفر جاري ساتلې۔ د سېنېټ ټاكنو كښې د پېسو او د ټګۍ د لارې ټاكل كېدونكو مخه به نيسو۔ د اولسي نمائندګۍ حق د اولسي نمائندګانو دې۔ پارلمان هغه يوازنۍ اداره ده چې احتساب ئې هر 5 كاله پس كېږي۔ د 20 کروړه اولس ټاكلي نمائنده ته د غل ٬ ډاكو او مافيا په ډول نومونه وركول سم نه دي۔ مسلم لیګ(ن) د اولس خذمت كړې ۔ د كال 2018ء په ټاكنو كښې اولس له د خذمت كوؤنكو يا تورونو لګونكو او كنځلې كوؤنكو ټاكلو په اړه پرېكړه كول دي۔ ده د خالي په ورځ حافظ آباد كښې د قامي روغتيا كارډ سكيم جاري كولو په مهال خطاب كولو۔ په دې مهال د قامي روغتيا كارډ سكيم په اړه دستاويزي فلم هم وښودلې شو۔ دستورې تهه سائرھ افضل تارړ هم خطاب وكړو۔ په دې مهال د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزیب، میاں شاھد بھټی، خواجھ سلیمان رفیق، ارشد لغاری، افضل تارړ او مصدق ملک هم موجود وو۔ وزیراعظم شاھد خاقان عباسی حافظ آباد كښې د وزیراعظم ھیلتھ کارډ سکیم ترسېوري لاندې مستحقینو ته ھېلتھ کارډ وركولو سره ددې سكيم پرانسته وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د ووټ وركولو په وخت بايد د سيمې مسئلو ته وكتلې شي چې كوم شخصيت ستاسو غوره نمائندګي كولې شي۔ سائره افضل تارړ او شاھد بھټی ټول عمري د سيمې د مسئلو د حل خبره كړې۔ ده ووئيل زمونږ ګوند د نواز شريف په مشرۍ كښې د اولس مسئلې حل كړې۔ څومره منصوبې چې په دې 5 كاله كښې بشپړ شوې يا پېل شوي دي ددې مثال په 65 كاله كښې موندلې نه شي۔ ده ووئيل 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا په دې دور كښې پېدا كړې شوه۔ ده ووئيل كله چې دا حكومت جوړ شو نو د برېښنا كارخانې بند وې٬ هېواد ته به ګاز راغوښتلې شو۔ سي اېن دي ته به اوږد اوږد قطارونه وو۔ نن 6 لکهھ ټنه سره برآمد كړې شوې۔ د سي اېن جي لائنونه ختم كړې شوي۔ دا هغه جذبه وه كومه چې كال 2013ﺀ كښې نواز شريف مخ په وړاندې بوتلې وه۔ نواز شریف امراﺀ ته ترلاسه د روغتيا اسانۍ د هېواد بې وسه اولس ته د وركولو هدايت وكړو۔ دا د ووټونو مسئله نه يوه جذبه وه چې معياري طبي اسانۍ دې اولس ته وركړې شي۔ ده ووئيل قامي صحت کارډ سکیم يو مهم سكيم دے نړۍ په دې اړه مونږ سره مشاورت كوي۔ په څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې دا سكيم كاميابۍ سره روان دے او دا به لا پراخا كولې شي۔ شاھد خاقان عباسی ووئيل حكومت كار كوي او كاركردګي ئې ښودلې۔ بيا به پرېكړه كېږي۔ پرېكړه هغه مقدم ده چې اولس ئې وكړي۔ ده ووئيل په عدالتونو كښې د اولس نمائندګانو ته كله غل ٬ كله ډاكو او كله مافيا وئيلې شي دا څيزونه د قبلولو نه دي۔ مونږ د ادارو احترام كوؤ چې دا آئيني ادارې دي۔ كه د 20 كروړه اولس ټاكلې نمائندګانو ته داسې لقبونه وركړې شي نو اولس به دا رد كړي۔ سیاسی پرېكړه اولس په پولنګ سټېشنونو كوي۔ د لودھراں اولس دا پرېكړه كړې۔ او دا به د كال 2018ﺀ په ټاكنو كښې هم رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ د عدالتونو په پرېكړو من وعن عمل كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ بايد خپل كار ته پرېښودلې شوؤ۔ وزيراعظم شاھد خاقان عباسی ووئيل دلته به د پوهنتون كېمپس جوړولې شي۔ د ګاز مسئله به حل شي۔ نوې روډونه به جوړ كړې شي۔ دحافظ آباد شېخوپوره روډ د بيا رغونې كار به هم وشي۔ دا ستاسو حق دے۔ ده وئيل اولس د ريښتيا سياست غواړي يا د دروغو۔ د خذمت يا د تورونو لګولو او سپك وئيلو۔ دا پرېكړه به اولس له كول وي۔ وزیراعظم ووئيل ما خپل منشور او كاركردګي تاسو ته وړاندې كړې اوس پرېكړه تاسو له كول دي۔