حکومت د اېګزټ کنټرول لسټ سیاسی آله کار نه جوړېدو له هڅې كوي۔ د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف او دده د كورنۍ نورو كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو پرېكړه به په مېرټ كېږي۔ د پاکستان واچ لسټ كښې د اچولو خبره ځينو مقصدونو لپاره د فشار اچولو هڅه ده۔ په واچ لسټ كښې د اچولو هڅه به د پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ته د زيان رسولو برابر وي۔ زمونږ قربانۍ به نړيواله ورورولي مني۔ د عمران خان او شېخ رشید د سیاست برانډ اولس رد كړې۔ د عمران او رشید برانډ سیاست مسترد كېدو ثبوت په لاهور جلسه او لودھراں الېكشن كښې ترلاسه شو۔ د كورنيو چارو ٬ پلاننګ ٬ ډوېلپمنټ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ميډيا سره خبرې

لاهور۔17 فروری(اے پی پی ) د كورنيو چارو ٬ پلاننګ ٬ ډوېلپمنټ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت د اېګزټ کنټرول لسټ سیاسی آله کار نه جوړېدو له هڅې كوي۔ د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف او دده د كورنۍ نورو كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو پرېكړه به په مېرټ كېږي۔ د پاکستان واچ لسټ كښې د اچولو خبره ځينو مقصدونو لپاره …

لاهور۔17 فروری(اے پی پی ) د كورنيو چارو ٬ پلاننګ ٬ ډوېلپمنټ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت د اېګزټ کنټرول لسټ سیاسی آله کار نه جوړېدو له هڅې كوي۔ د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف او دده د كورنۍ نورو كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو پرېكړه به په مېرټ كېږي۔ د پاکستان واچ لسټ كښې د اچولو خبره ځينو مقصدونو لپاره د فشار اچولو هڅه ده۔ په واچ لسټ كښې د اچولو هڅه به د پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ته د زيان رسولو برابر وي۔ زمونږ قربانۍ به نړيواله ورورولي مني۔ د عمران خان او شېخ رشید د سیاست برانډ اولس رد كړې۔ د عمران او رشید برانډ سیاست مسترد كېدو ثبوت لاهور جلسه او لودھراں الېكشن كښې ترلاسه شو۔ ده د خالي په ورځ ځائي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف چارټرډ اکاؤنټېنټس پاکستان ترسېوري لاندې د سی پېک په سرخط كنفرنس كښې ګډون څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل دا مهال د پاكستان د پرمختګ دښمنان ويرې اخستې دي او غواړي چې پاكستان عدم استحكام سره مخ كړي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل خپل كردار ته پام كول وي كه څوك د سياسي ستونزې سوب جوړېږي نو ده له به خپل كردار ته بيا كتل وي او ټولو ادارو له به د خپلې خپلې دائرې دننه كار كول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل عدلیه د رياست مهمه ستن ده د كومې چې مونږ احترام كوؤ۔ دغسې د پارلېمنټ هم بايد احترام وكړې شي۔ د پخواني وزير اعظم محمد نواز شریف په اړه سپريم كورټ څخه د نااهلۍ په پرېكړه من وعن عمل وكړې شو او مونږ د قانون د حكمران ثبوت وركړو ولې ددې پرېكړې په میرټس تحفظات لرل زمونږ آئيني او قانوني حق دے۔ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علی بھټو پرېكړه تر نن پيپلز ګوند نه مني ولې په دې باندې عملدرآمد وكړې شو۔ ده ووئيل د محمد نوار شریف په اړه په شوې پرېكړه نه يوازې ن ليګ د تحفظاتو څرګندونه وكړه بلكې په نړيواله كچه ميډيا او پوهانو حېرانتيا او تحفظات ښكاره كړل۔ ده ووئيل عدليه څخه هيله لرو چې هغه به د كومې سياسي ستونزې څخه لرې خپل كار كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د سیاستدانانو ٬ عدلیه ٬ عسكري مشرتابه ٬ انتظاميه او ميډيا فرض دي چې هغه هېواد كښې د استحكام په ځائې كېدو له خپل كردار ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف او دده د كورنۍ نورو كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو پرېكړه به په مېرټ كېږي۔ ده ووئيل كله مو اي سي اېل سياسي مخالفت لپاره كارولې نه دے۔ اوس هم هڅه كوؤ چې دا سياسي آله كار جوړ نه كړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل سعودي عربستان ته د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوظنامې ترمخه د پوځ يو څو ډلې لېږلې شوي دي او دا ډلې به د كوم جنګ برخه نه جوړېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې د سېنېټ ټاكنو نه كېدو شور وو هغه ختم شوې د سېنېټ ټاكنې به كولې شي او دغسې ټول ټاكنې به هم په خپل وخت كېږي۔ ده ووئيل كه نګران سېټ آف د 90 ورځو څخه زيات شو نو دا به هېواد لپاره زهر قاتل وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د عمران خان او شېخ رشید د سیاست برانډ اولس رد كړې۔ د عمران او رشید برانډ سیاست مسترد كېدو ثبوت لاهور جلسه او لودھراں الېكشن كښې ترلاسه شو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان واچ لسټ كښې د اچولو خبره ځينو مقصدونو لپاره د فشار اچولو هڅه ده۔ په واچ لسټ كښې د اچولو هڅه به د پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ته د زيان رسولو برابر وي۔ زمونږ قربانۍ به نړيواله ورورولي مني۔ ده ووئيل سپريم كورټ د انصاف رسولو تر ټولو اعلی اداره ده كه ددې په اړه په اولس كښې بدګماني پېدا شوه نو دا لويه پېښه وي۔