اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی)د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راغوښتلې شوې او په بټل سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا په اېل او سي د بې درېغه سيز فائرز په خلاف ورزو ورته سخته غندنه او احتجاج رېكارډ كړے شوے۔د سوئېلي آسيا او سارك ډي جي ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه خارجه …
هندي دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راوغوښتلې شو
اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی)د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګھ خارجه دفتر ته راغوښتلې شوې او په بټل سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا په اېل او سي د بې درېغه سيز فائرز په خلاف ورزو ورته سخته غندنه او احتجاج رېكارډ كړے شوے۔د سوئېلي آسيا او سارك ډي جي ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه خارجه دفتر ته راوغوښتلو او د زيارت په ورځ بټل سېكټر كښې د هندي پوځ په بې درېغه ډزو ورته احتجاجې مراسله وركړې شوه ۔ هندي قابض ځواكونو قصدا ً په بټل مدهار پور روډ د كوچنيانو سكول ته وړونكې ګاډې پھ نښه كړے چې پھ نتيجه كښې يې د ګاډي ډرائيور شهيد شوے۔د خارجه دفتر وينا ده د صبر او زغم غوښتنې باوجود د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ كېږي۔خارجه دفتر ووئيل هند د روان كال پھ مهال تر دې دمه د كنټرول لائن او وركنګ باؤنډرۍ 335 ځله څخه زياته د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړي چې په نتيجه كښې يې 14 بې ګناه وګړي شهيدان او 35 ژوبل شوي دي ۔وياند ووئيل د بې ګناه وګړو قصدا ً په نخښه كول يو ناوړه او د انساني وقار او نړيوالو بشري حقونو پھ ضد ګام دے٬په هند زور راوړولې شو چې هغه د لوظ نامې خيال وساتي او خپل ځواكونه هم د لوظ نامې پابند كړي











