اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ(ن) چیئرمېن او د كشمير كمېټۍ غړي سناتور راجه ظفرالحق وئيلي دي مقبوضه کشمیركښې د اوسني زور زياتي نه پس په نړيواله كچه هند د ظلم نه منع كولو لپاره احساس زياتېږي٬ هند كښې د واكمن ګوند نه غېر نور سياسي ګوندونه د حكومت په پاليسو ټكونه كوي ، نرېندرا مودي فشار سره مخ دے ٬بركس غونډه كښې هند ته …
شخړيز کشمیركښې د اوسني زور ظلم نه پس هند د ظلمونو څخه منع كولو له په نړيواله كچه احساس زياتېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ(ن) چیئرمېن او د كشمير كمېټۍ غړي سناتور راجه ظفرالحق وئيلي دي مقبوضه کشمیركښې د اوسني زور زياتي نه پس په نړيواله كچه هند د ظلم نه منع كولو لپاره احساس زياتېږي٬ هند كښې د واكمن ګوند نه غېر نور سياسي ګوندونه د حكومت په پاليسو ټكونه كوي ، نرېندرا مودي فشار سره مخ دے ٬بركس غونډه كښې هند ته د پاكستان په ضد هېڅ ډاډګيرنه نه ده ترلاسه شوې۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د برهان واني د شهادت نه پس د زور زياتي لړۍ زياته شوې٬ د پېلټ ګنز په كارولو كشميريان ړانده شوې٬ د مېرمنو بې حرمتي كېږي٬ بشري حقونه د پښو لاندې كېږي خو اوس په نړيواله كچه هند د ظلم نه منع كولو له احساس زياتېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د او آئي سي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په ضد قرارداد منظور كړې چې پكښې غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د خلاف ورزيو جاج اخستو له فېكټ فائنډنګ مشن ولېږي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف په نړيواله كچه د كشمير كشاله رامخې ته كړې او د كشمير وضعې ته ئې د نړۍ پام راګرځولې ٬ده ووئېل مهمو هېوادونو ته د پارلماني پلاويو لېږلو لړۍ روانه ده ۔ده ووئيل هند د اړي بريد ذمه واري په پاكستان د اچولو هڅه كړې خو د چين ٬ روسيې او امريكې پشمول مهمو هېوادونو دا نه ده منلې ۔











