د هند له خوا د سندھ طاس لوظ نامې كومه خلاف ورزي به ونه زغملې شي

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې كومه هم خلاف ورزي به ونه زغملې شي٬د خلاف ورزۍ په صورت به پاكستان مناسبه كاروائي كوي٬د هند د اړخه د كنټرول لائن خلاف ورزي د غندنې وړ ده٬د پاكستان يوازې كولو هندۍ هڅې ناكامه شوي٬هند د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كاروي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې كومه هم خلاف ورزي به ونه زغملې شي٬د خلاف ورزۍ په صورت به پاكستان مناسبه كاروائي كوي٬د هند د اړخه د كنټرول لائن خلاف ورزي د غندنې وړ ده٬د پاكستان يوازې كولو هندۍ هڅې ناكامه شوي٬هند د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كاروي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل پاكستان د هند لخوا د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي به ونه زغمې۔پاكستان په دې لړ كښې د پېشرفت جاج اخلي٬كه د لوظ نامې خلاف ورزي وشوه نو پاكستان به مناسب كاروائي كوي۔ په اېل او سي د ډزو پھ حقله د پوښتنې پھ ځواب وياند ووئيل د روان كال په مهال هند د 90 څخه زياته د سيز فائر خلاف ورزي كړې۔تېره ورځ كهوئي رټه كښې پھ اېل او سي د هندي عسكرو د اړخه پھ ډزو كښې يو ځوان شهيد او پنځه ژوبل شوي۔وياند ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د برهان واني د عدالت نه غېر وژنه او پھ كشميري اولس د ظلم په سوب په هند نړيوال فشار زيات شوې٬پھ دې تناظر كښې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو او ظلمونو څخه د نړيوال پام ګرځولو ناكامه هڅه كوي۔ ده ووئېل پاكستان د هند ظلمونه په نړيواله كچه رامخې ته كوي او د دې مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي ۔وياند ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو كنفرنس كښې پھ كشميري اولس د هند د ظلمونو غندنه شوې او د بشري حقونو خلاف ورزيو پلټنو له يې د فيكټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه هم كړی۔وياند د پاكستان يوازې كولو پھ حقله د هند د هڅو پھ اړه ووئيل پاكستان چرته هم يوازې كېدې نه شي۔په دې لړ كښې د هند ټولې هڅې ناكامه شوي۔ وياند ووئېل په تاريخ كښې په وړومبي ځل د پاكستان او روس پوځي مشقونه شوي۔د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په پروژه كاميابۍ سره عملدرآمد روان دے٬پاكستان د لوېديزې آسيا٬ختيزې آسيا او مينځني آسيا اقتصادي او تجارتي مركز دے۔د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پاكستاني هنرمندو سره د هند سلوك د افسوس وړ دے۔ده سارك سياسي مقصد له د كارولو د هندي رويې غندنه وكړه۔ده ووئيل د سارك مشرانو كنفرنس 8 ځله معطل شوې او پھ دې كښې 5 ځله د هند منفي رويې شامل ده۔د افغانستان په اړه د يوې بوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پاكستان تل له دا پالېسي پاتې ده چې د افغان مسئلې سياسي حل سره افغانستان كښې كلك امن راتللې شي۔پاكستان د افغان حكومت او اولس په مشرۍ كښې په افغانستان كښې د امن د اقداماتو بشپړه مرسته كوي او دې مقصد له څلور اړخيزه رابطه ډله مناسب فورم دے

مزید خبریں