ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي

اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې چې ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغې ووئيل چې په كنټرول لائن …

اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې چې ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغې ووئيل چې په كنټرول لائن د خطراتو او حقائقو په پس منظر كښې د ملګرو ملتونو د مبصر پوځي ډلې د پراختيا ضرورت دې ځكه چې دا مبصر ډلې په منطقه كښې د استحكام ضروري عنصر دي۔پاكستانې استازي ووئيل چې بايد د امن راوستلو په بنيادي اصولو عمل وكړې شي۔د شخړو د سياسي حل په ضرورت زور راوړولو سره پاكستانې استازې ووئيل چې د كومې شخړې بنيادي وجوهاتو ته د پام كولو نه بغېر پوخ امن ممكن نه دې۔په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ميروسلاف لاجيك ووئيل چې ملګرو ملتونه دې لپاره جوړ كړې شوي وو چې د جنګونو او د تباهۍ مخ نيوې وشي۔دې لپاره نه و جوړ شوي چې د جنګ او تباهۍ نه پس فعاله شي