په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي په نيويارك كښې د كشميريانو او پاكستانيانو غونډې ته وېناپه ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي په نيويارك كښې د كشميريانو او پاكستانيانو غونډې ته وېنا

نيويارك 10 فروری (اے پي پي﴾ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي وئيلي دي چې پاكستان به د كشميريانو د خپلواكې حق ترلاسه كولو پورې د هغوي ملاتړ روان ساتي٬ پاكستان به تل د كشميريانو ملګرتيا كوي٬ په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله اوس هم ژوندې ده۔ هغې دا خبرې په نيويارك كښې د كشميريانو او پاكستانيانو يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ …

نيويارك 10 فروری (اے پي پي﴾ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي وئيلي دي چې پاكستان به د كشميريانو د خپلواكې حق ترلاسه كولو پورې د هغوي ملاتړ روان ساتي٬ پاكستان به تل د كشميريانو ملګرتيا كوي٬ په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله اوس هم ژوندې ده۔ هغې دا خبرې په نيويارك كښې د كشميريانو او پاكستانيانو يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ دا غونډه د پاكستاني قونصلېټ ترسيوري لاندې د كشمير يووالي ورځې په مناسبت جوړه شوې وه په كومه كښې چې مليحه لودهي مشره وه۔ پاكستانې استازې ووئيل چې پاكستان او د پاكستان سفارتي مشن د څو لسيزو راهسې د كشميريانو د خپلواكې حق په اړه قراردادونه عملي كولو لپاره هڅې كوي او دا مسئله اوس هم په ملګرو ملتونو كښې ژوندې ده او تر حل كېدو به په ملګرو ملتونو كښې ژوندې وي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير په اړه د پاكستان دريځ په ښه ډول بيان كړے او بيا ئې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره هم په دې مسئله خبرې كړې دي۔ وزيراعظم عمومي سېكتر ته وئيلي دي چې د دې مسئلې حل كولو لپاره دې اقدامات وكړے شي ځكه چې دا شخړه سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خطر ده۔ د دستورې په مهال د قونصل خانې چارواكو عرفان وحيد او حنيف چنا د اولس مشر او وزيراعظم پېغامونه ولوستل۔ دستورې ته نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں