د پانامه پېپرز معامله اوس الېكشن كميسون٬لاهور هائي كورټ او سپرېم كورټ ته وړاندې كړی شوې

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه پېپرز په حقله ستره محكمه كښې د كاروائۍ پېل كېدو د زړه نه هركلي كولو سره وئېلي دي د پانامه پېپرز معامله اوس الېكشن كميسون٬لاهور هائي كورټ او سترې محكمې ته وړاندې كړی شوې٬د آئين په پاسدارۍ٬د قانون په حكمرانۍ او په سپيځلتيا بشپړ باور لرم٬د اولس عدالت خو پرله پسې خپلې پريكړې كړي٬ښه به دا وي …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه پېپرز په حقله ستره محكمه كښې د كاروائۍ پېل كېدو د زړه نه هركلي كولو سره وئېلي دي د پانامه پېپرز معامله اوس الېكشن كميسون٬لاهور هائي كورټ او سترې محكمې ته وړاندې كړی شوې٬د آئين په پاسدارۍ٬د قانون په حكمرانۍ او په سپيځلتيا بشپړ باور لرم٬د اولس عدالت خو پرله پسې خپلې پريكړې كړي٬ښه به دا وي چې د عدالت د پريكړې هم انتظار وكړې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پانامه راپور پھ پېل او د اپوزيشن د كومې هم غوښتنې څخه وړاندې ما د سترې محكمې د رېټائر قاضيانو كميسون اعلان په دې جذبه كړې ؤ چې د سپيځلو پلټنو د لارې اصل حقائق اولس ته وړاندې كړې شي۔د هغې په ځواب كښې دا يوازنۍ غوښتنه رامخې ته شوې چې ستر قاضي په مشرۍ كښې دې كميسون جوړ كړې شي۔وزيراعظم ووئيل ما د څه يرې ترهې نه غېر دغه غوښتنه هم ومنله خو دې سره د ټي او آرز شخړه رامخې ته شوه او د سترې محكمې لاره كښې خنډان راولاړ كړې شول ۔ ده ووئېل د سترې محكمې لخوا پورته كړې شويو نكتو په رڼا كښې حكومت د ټي او آرز لپاره پارلماني كمېټي جوړه كړه۔ كمېټۍ د اساتزو غوره كولو لپاره د حكومت زياتو چوكو باوجود اپوزيشن له برابر نمائندګي وركړی شوه خو د دغې ټولو هڅو باوجود اتفاق رامخې ته نشو او په دې مهال حكومت د سترې محكمې د خط په رڼا كښې د 1965 كورټ آف انكوائري ايكټ بدلولو او د كميسون لا موثره او قوي كولو لپاره يو بل پارلمان ته وړاندې كړو خو پرله پسې منفي رويه خپلو د قانون تقاضو په ضد يو متوازن بل وړاندې كړی شو۔وزيراعظم ووئيل پھ دې سرخط يو ځل بيا قام ته د خطاب كولو نه ځانله ما قامي اسمبلۍ ته هم خپل تفصيلي دريځ وړاندې كړو۔ده ووئيل د پانامه پېپرز معامله اوس الېكشن كميسون٬لاهور هائي كورټ او سترې محكمې ته وړاندې كړی شوې٬زه د آئين په پاسدارۍ٬د قانون په حكمرانۍ او په سپيځلتيا بشپړه باور لرم۔ ده ووئېل د اولس عدالت پرله پسې پريكړې كوي٬ښه به دا وي چې د عدالت د پريكړې هم انتظار وكړې شي

مزید خبریں