امريكا دې پاكستان سره د خپلو شرطونو ترمخه او د افغانستان پشمول ټولې منطقې سره خپلې اړيكې جاري وساتي

واشنګټن ۔ 2 فروری (اے پی پی) د امريكې دوهم خارجه وزير جان سلي وان وئيلي چې ما د افغانستان اوسنۍ دورې په مهال افغان چارواكو سره خبرو كښی د افغانستان او پاكستان ترمينځھ د دوه اړخيزه خبرو اترو روانو ساتلو په حاجت زور راوړې۔ د يو پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل په دې مهال په دې خبره هم زور راوړلې شو چې امريكا دې پاكستان سره د خپلو شرطونو ترمخه د افغانستان په شمول ټولې منطقې سره خپلې اړيكې روانې ساتي۔ ده وئيل امريكائي حكومت د پاكستان حكومت د ترهګرۍ په ضد جنګ او افغانستان كښې د اوږدې مودې امن په اړه خپلو هيلو څخه خبر كړو۔ طالبانو سره د خبرو نه كولو په اړه د امريكائي اولس مشر اوسني بيان په حقله د يو پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دې كښې د افغانستان او سوئيلي آسيا په اړه امريكائي پالېسۍ كښې د كوم بدلون اشاره نشته او امريكا به طالبان د مذاكراتو مېز ته راوستلو له په دوئي فشار جاري ساتي او دا به په افغان مشرتابه كښې د امن عمل د لارې هېواد كښې د غوره امن په ځائې كولو پلو حقيقي پېش رفت وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امريكا دوهم خارجه وزير د افغانستان اوسنۍ دورې په مهال افغان اولس مشر اشرف غني ، چيف اېګزېكټو ډاكټر عبد
الله عبد الله ٬ خارجه وزير صلاح الدين رباني او نورو اعلی حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ دې ووئيل ددې ملاقاتونو په مهال افغان مشرتابه ده ته باور وركړو چې د ترهګرۍ د بريدونو باوجو هېواد كښې امن په ځائې كولو له به طالبان د خبرو مېز ته راوستلو له هڅې روانې ساتلې شي۔